کور / #PTM / پي ټي ايم د جرمني په هانؤور کي هم کمېټه پرانیستله

پي ټي ايم د جرمني په هانؤور کي هم کمېټه پرانیستله

‏‎ د پښتون ژغورنې غورځنګ – جرمني
جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنک خپله دوېمه صوبائي/ ولاېتي کمېټه د جرمني په هانوور ښار کې د پي ټي ایم جرمني د کور کمېټې مشر سراج الحق ببرک زی او د جرمني پې ټې ایم د اطلاعاتو مسوول ښاغلی عبدالقهار همت تر څارنې لاندې په ېوه ‌‌‌‌‌‌ډيموکراټيکه فضاء کې پرانیسته.
په دې ټاکنېزه غونډه کې د بریمن او هانوور ښار ګڼ شمېر پښتنو افغانانو برخه واخیسته. د دې ټاکنېزې غونډې څارنه جرمني کې د پي ټي ایم مشر ښاغلی سراج الحق ببرک زی په خپله تر سره کړه او د ویناندي او د دريخ چارې د ښاغلی عبدالقهار همت لخوا پر مخ بیول کیدې.

دا غونډه د ښاغلی اسرار مومند لخوا د قران الکریم د څو مبارکو ایاتونو په ویلو سره پرانیستل شوه. ورپسې ښاغلی سراج الحق ببرک زی خپله وینا درنو ګډونولو ته واروله. جرمني کې د پې ټې ایم مشر د اروپایې سنټرال کمېټې یا اروپایې سي سي کمېټې لخوا جینوا ته د ملګر ملتونو د بشري حقونو ۴۳ مې ناستي ته د تللي پلاوي د هلو ځلو، هلته د نړیوالو بشري حقونو سازمانو سره ښې اړیکې جوړونې او لاسته راوړنې په هکله ګډونوالو ته تفصیلي خبرې وکړې. همدارنګه د جرمني پې ټې ایم غورځنګ کې د ملګرو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په اړه مهمې خبرې وکړې.
‏‎ورپسې د غونډې ویاند ښاغلی عبدالقهار همت د بریمن هانوور ولاېتې کمېټې ته د نوماندانو نومونه اعلان کړل.
ټول ښاغلي نوماندان د راغلیو ګډونوالو لخوا د رایې ورکولو ورسته په خوڅ اکثریت سره تائېد او وټاکل شول. چې نومونه یې په لاندې ډول دي.
‏‎د بریمن هانوور کمېټۍ مشر : ښاغلی اسرار مومند وټاکل شو.
‏‎د کمېټې مرستیال: ښاغلی مجاهد سنګرېار وټاکل شو.
‏‎د اطلاعاتو او رسنیزو چارو مشر: ښاغلی اهتشام داوړ وټاکل شو.
‏‎د اړیکو چارو مشر مسوول: ښاغلی سینا ملکزی وټاکل شو.
‏‎د مالي چارو مشر مسوول: ښاغلی انحینر صیب دهزاد وټاکل شو.
همداراز د جرمني پې ټې ایم مشورتې جرګې ته د بریمن هانوور ښارونو به څخه ډیر ژر مخور مشران وروپیژندل شي.
ښاغلی احمد شاه مجیدي د همبورګ پې ټې ایم غړی د دې ولسواکه ټاکنو څخه نظارت کولو.
د بریمن هانوور د نوي کمېټې د مسوولینو لخوا د راغي میلمنو د مېلمه پالنې لپاره یوه خوږه ماښامۍ هم چمتو شوي وه.
په پای کې د افغانۍ خوږې ډوډۍ خوړلو ورسته د پې ټې ایم ځوانانو لخوا یو ګرم ملي اتڼ تر سره شو.
له دې بریالي ټاکنو سره د جرمني پې ټې ایم نوي مشرتابه د یوې پیاوړي، متحدې کور کمېټې جوړولو او منظم تنظیم جوړولو په موخه خپل دویم مهم ګام هم واخیست.‎ ان شاالله ډیر ژر به په پلازمېنه برلین کې خپله دریمه کمېټه د ننګیالیو ځوانانو په مټ هم پرانیزي.