کور / راپور / سعودي چارواکو د شاهي کورنۍ درې مهم غړي نيولي دي

سعودي چارواکو د شاهي کورنۍ درې مهم غړي نيولي دي

سعودي چارواکو ددغه هيواد د شاهي کورنۍ درې مهم غړي د نامالومو دلايلو له کبله نيولي دي.

په نيول سويو کسانو کي د سعودي پاچا شاه سلمان کشر ورور شهزاده احمد بن سلمان، د سعودي پخوانی داخله وزیر او نائب ولي عهد محمد بن نايف او د هغه د تره زوی شهزاده نواف بن نايف شامل دي.

تراوسه مالومه نه ده چي دا کسان د کومو تورونو پر اساس نيول سوي دی، خو ځيني راپورونه وايي چي پر دوو کسانو يې د خيانت تور دی.

ددوی د نيولو امر وليعهد محمد بن سلمان ورکړی دی. نوموړي په ۲۰۱۷ کال کي هم د ګڼو وزيرانو، سوداګرو او د شاهي کورنۍ د غړو د نيولو امر وکړ او د څه مودې لپاره يې د رياض په يو هوټل کي بند ساتلي وه.

پر محمد بن سلمان دا تور هم دی چي د سعودی ليکوال جمال خاشقجي د وژني امر يې کړی وو.

جمال خاشقجي په ترکيه کي د سعودي په کونسلګرۍ کي ووژل سو.