کور / راپور / ارګ: د طالبانو بيا واک ته رسېدل ناممکنه فرضيه ده

ارګ: د طالبانو بيا واک ته رسېدل ناممکنه فرضيه ده

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چي افغانستان ته د طالبانو راتګ يوه ناممکنه فرضيه ده او دا ډله به بيا پر افغانستان حکومت ونه کړي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، د افغانستان اوسنۍ نظام دومره پياوړی دی، چي د طالبانو ګواښونه يې له منځه نه سي وړلای.

د هغه په خبره: “هغه ګواښونه چې د طالبانو له لوري موږ ته متوجې دي موږ یې درک کوو د دې لپاره چې طالبان اوس هم زموږ پر خلکو، عام ځایونو او ښارونو بریدونه کوي، نو دغه ډله بیا نسي راتلای او قدرت تر لاسه کولای نسي دا یو ناممکنه فرضیه ده.”

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چي احتمال سته چي طالبان دي بيا په افغانستان کي واک ته ورسېږي.

نوموړي په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته په خبرو کي ويلي، چي يو هيواد بايد د خپل ځان دفاع خپله وکړي. نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کي چې ایا طالبان کیدای سي یو وخت واک ته ورسیږي، ولسمشر ټرمپ يې په ځواب کي وويل :“په پلان کي نه ده چي داسي وسي، خو کیدای سي داسي څه ترسره سي”.

ټرمپ همداراز ويلي: “هیوادونه باید پخپله د ځان ساتنه وکړي. تاسو کولای سئ یواځي د یوې مودې لپاره د یو کس او یو هیواد لاس ونیسئ او ملاتړ يې وکړئ.”

دا پر داسي مهال ده چي د فبرورۍ پر ۲۹ نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ يوه هوکړه لاسليک سوه، چي له مخي به يې طالبان پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي او په مقابل کي به امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

طالبانو ويلي، چي پر بهرنيو ځواکونو به بريدونه نه کوي، خو د افغان حکومت پرضد به جنګ ته ادامه ورکوي.