کور / د ډيورنډ کرښه / يو سل اته ويشت کاله کېږې چې ډيورنډ کرښې پښتانه وېشلي دي

يو سل اته ويشت کاله کېږې چې ډيورنډ کرښې پښتانه وېشلي دي

ليکنه: بهروز خان

تر يو سل او اته ویشت کاله ډېر وخت وشو چې له ډيورنډ لانجمنې کرښې پښتانه په لراوبر کې وېشلي پراته دي. پاکستان دغه کرښه رسمي او د افغانستان اولس او مشران يې فرضي کرښه بولي. په دولسم نومبر کال ۱۸۹۳ کې د برطانوي هند په نمايندګي د سر موتمر ډیورنډ او د افغانستان د باچا عبدالرحمان خان ترمنځ په رسمي توګه پرېکړه شوې وه چې د ډيورنډ کرښه به د دواړو هيوادونو پوله وي.

افغان تاريخ پوه او دانشور حبيب الله رفیع وايي ، د ډيورنډ د کرښي په رسمي توګه منل کوم ليکلی سند نه لري او د ا چې د انګرېز سره په غير رسمي توګه دا کرښه منل د کمزوري پاچا عبدالرحمان خان مجبوري وه، په يو وخت په شمال کې د زار روس نه خپلي ساتل او په شرق کې د غزېدونکي برطانوي هند سره ډغره وهل عبدالرحمان خان ته ډېره ګرانه وه نو ځکه يې هم د برطانيې سره عارضي سودابازي وکړه.

په پاکستان کي هم يو شمېر قام پاله سياسي ګوندونه د ډيورنډ کرښه د انګرېز د پښتنو د ويشلو پلمه بولي او د ډيورنډ په کرښه د ښکاره دريز د خپلولو نه ډډه کوي.

د پښتنو د مقبول غورځنګ پښتون تحفظ مومنټ دريز خو نيغ په نيغه د ډيورنډ په کرښه نه دی څرګند شوی خو په لويو جلسو کې د لراوبر يو افغان چغه وهي.

د افغان پاچا امان الله خان د انکرېز نه په نولسم اګست کال ۱۹۱۹ کې د افغانستان د استقلال واګي په مستقيمه توګه اخيستل د افغانستان د ازادۍ په معنا ګڼل خو په اصليت کې د اګست په نولسمه نېټه د برطانوي هند د هيواد د خارجه چارو اختيار بېرته ګټل وو چې د عبدالرحمان خان له وخته د انګرېز په لاسو کې و.

په کال ۱۹۴۷ کې د پاکستان د جوړېدو نه وروستو د ډيورنډ د کرښي د يوې غاړي د پښتنو واکمن پاکستان او د بلي افغانستان وګرځېدل. د ډيورنډ کرښه عملي پوله پاتي نه شوه. کله چې روسي ځواکونه افغانستان ته ورغلل او پاکستان چې دامريکا او د نړۍ نورونو هيوادونو په ملاتړ په لکونو افغانانو ته بغير د بنديزنو دپاکستان ته د راتللو لار پرانستله. ددې خبري وروستواو بيا د ټول افغان جنګ په وهت کې د ډيورنډ د کرښې هيڅ بين المللي اهميت پاتي نه و او پاکستان ته چې کوم افغانان د کډوالو په توګه ورغلي وو د هغوی نه مجاهدين جوړ کړل شو او په اسانه د ډيورنډ په دواړه خواو يې تګ راتګ کولو. دا کار د طالبانو په دوره کې نور هم اسان و، ځکه چې طالبانو د خپل امارت بنياد داسي ايښودل غوښتل چې د هغوی د مفکورې ترمخه د مسلمانانو په منځ کې پولي نه وي.

خو څېړونکي وايي دا هم د پاکستان يوه منصوبه وه چې د افغانستان اختيار يې په مستقيمه توګه په خپل لاس کې اخيستل غوښتل.

د طالبانو د دورې نه لا ډېر مخکې دډاکټر نجيب الله په وار وار ويلي وو چې پاکستان ترې د ډيورنډ د کرښې په رسمي توګه د منلو غوښتنه کوي. ډاکټر نجیب الله ته د هغه پلويان د ډيورنډ د کرښې شهيد هم وايي.

 د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير نصيرالله بابر ورته ويل، چې يو ځل يې د طالبانو د مشر ملاعمر سره په قندهار کې ليدلي وو او د ډيورنډ د کرښي په رسمي توګه د منلو غوښتنه يې ترې کړې وه چې د ښاغلي بابر په وينا، ملاعمر يې ډېر بد منلي وو.

د پاکستان ددوه پښتون پاله سياسي ګوندونو عوامي نيشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دريز دی چې د ډيورنډ د کرښې فيصله به د داوړو خواوو اولسونه کوي.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د خپلي دورې په اخر کې دا دعوه کړې وه چې د پاکستان سره يې د هيواد اړيکې ځکه سمي نه شوې چې پاکستان د ډيورنډ کرښه ورباندي په رسميت منل غوښتل او ښاغلی کرزی وايي د پاکستان ددغې غوښتني منلو ته کله هم تيار نه و.

د افغانستان د اوسني صدر ډاکټر اشرف غني دريز هم د نورو افغانانو نه بدل نه دی او وايي د ډيورنډ لانجمنه کرښه د حکومتونو د وس خبره نه ده ځکه چې د ډيورنډ د کرښې د منلو او نه منلو اختيار يواځي د کرښي دواړه خواوو ته پراته اولسونه کولی شي.

که يو خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرل ضياء الحق په وخت کې د ډيورنډ کرښه د افغان جهاد په نامه له منځه وتلې وه نو نن يې د پاکستان پوځي چارواکي لکه د برلن د ديوال په شان په ازغن تار او د وسپني په جنګلو تړي، په اوسني پاکستان کې د انګرېز د وخت پاتې دوو شخړو ته په بېل بېل نظر کتل کېږي ځکه چې د پښتنو په تقسيم  ډیورنډ کرښه مستقيم سرحد غواړي خو د کشميريانو تقسيم نه مني او د هند سره ګډه پوله د لاين اف کنټرول په نوم يادوي.