کور / راپور / د لوګر د ولايتي شورا رئيس په وسلوال بريد کي وژل سوی دی

د لوګر د ولايتي شورا رئيس په وسلوال بريد کي وژل سوی دی

د لوګر ولايتي شورا رئيس ناصر غيرت نن په کابل کي د خپلو دوو تنو ساتونکو سره يو ځای د يو وسلوال بريد په ترڅ کي وژل سوی دی.

ناصر غيرت  نن د کابل په کارته نو سیمه کي د یوه وسلوال برید هدف وګرځیده.

غیرت په لومړی سر کي سخت ټپی وو او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.

د يادي پېښي پړه تراوسه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.