کور / راپور / چارواکي: کندهار کي ۶ طالب وسلوال ماين چاودنه کي وژل سوي دي

چارواکي: کندهار کي ۶ طالب وسلوال ماين چاودنه کي وژل سوي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي په ډنډ او ارغنداب ولسواليو کي شپږ طالب وسلوال د خپل ماين په چاودنه کي وژل سوي دي.

د کندهار امنيه قومنداني وايي، چي د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کي وسلوالو طالبانو يو ماين ښخاوه چي ورباندي چاودېدلی او څلور وسلوال پکي وژل سوي دي.

د امنيې قومندانۍ په خبره، تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور سيمه کي هم دوه تنه وسلوال د خپل ماين چاودني له امله ووژل سول.

خو طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.

.