![](https://larawbar.net/data/image/news/2A2CD76D-75A7-47E2-85CD-FFCF2283F32F.jpeg)
د پښتون ژغورني غورځنګ نومیالی غړی او شاعر ګيلامان پښتین چي د فبروري پر پنځمه د بحرین استخباراتو نیولی وو نن سهار یې د پاکستان د ملتان هوايي ډګر ته لیږدوي
د هغه د استقبال دپاره ګڼ شمېر ملګري دملتان هوايي ډګر پر خوا روان سوي دي.
د بحرین چارواکو او وکیل د هغه ملګرو ته ويلي وو چي ګیلامان پښتين به پاکستان ته نه لیږدوي خو هغه نن په ناڅاپي توګه پاکستان ته د هغه د لیږدولو خبر خپور سو.