کور / راپور / د لغمان اوسېدونکي د قطر پر پرېکړي نیوکي لري

د لغمان اوسېدونکي د قطر پر پرېکړي نیوکي لري

د لغمان سلګونو اوسېدونکو او د سولي ولسي حرکت غړو د یوه لاریون پر مهال په قطر کي د سولي پر هوکړه نیوکي کړي دي.
د لاریونوالو په وینا، ټولي پرېکړه د پټو پردو شا ته سوي او د ولس نظر نه دی په کښي اخستل سوی.
لاریونوالو غوښتنه وکړه چي، د جګړې ښکېل اړخونه باید د ولس نظرونه او غوښتني په پام کي ونیسي.
هغوی ویل، ټول اړخونه باید له افغان وژني لاس واخلي او ولس نور باید ږغ پورته کړي.