کور / #PTM / د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته د پي ټي ايم مخکښان بلل سوي، خو پنجابي رياست منع کړي

د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته د پي ټي ايم مخکښان بلل سوي، خو پنجابي رياست منع کړي

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسمو ته محکوم وطن څخه هم ګڼ پښتانه سياستوال او قامي مخکښان رابلل سوي دي.

په رابلل سويو کسانو کي د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښان علي وزير، محسن داوړ، عبدالله ننګيال او ګڼ شمېر نور کسان دعوت سوي دي.

عبدالله ننګيال وايي، چي د افغانستان د سفارت څخه يې د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنليک ترلاسه کړی او نن به کابل ته ځي.

تمه ده د ولسمشر غني د لوړي مراسم سبا د مارچ پر ۹ نېټه په ارګ کي جوړ سي.

خو د اسلام اباد د هوایې ‌‌‌‌‌‌ډګر چارواکو دپښتون ژغورني غورځنګ دوه مخکښ مشران او دپاکستان د پارلمان غړي ښاغلی محسن داوړ او ښاغلی سردار علی وزیر کابل ته د ولسمشر اشرف غني دلوړي مراسمو کي د ګډون لپاره له تګ څخه منع کړي دي او اجازه نه ورکوي چي خپل لوی کور ته ولاړ سي.

پښتانه مشران د پنجابي ریاست دغه ناروا عمل سختو ټکو غندي او غوښتنه کوي چي سمدستي دي دغه مشرانو ته د تګ اجازه ورکړل سي.

پښتنو مشرانو پر خپل قام ږغ کړی چي چي پر خواله رسنیو یا خواله رسنيو  باندي د پنجابي ریاست د دغه شوم او ناروا عمل کلکه غندنه وکړي

د پاکستان جاسوسي او ریاستي ادارو پخپل دغه ناوړه او کم ظرفه عمل سره دا په ډاګه کړه چي هغوی د پښتنو  د یووالي څخه سخت په ویره کي دي.