کور / #PTM / پنجابي رياست علي وزير او محسن داوړ کابل ته له تګ څخه منع کړي دي

پنجابي رياست علي وزير او محسن داوړ کابل ته له تګ څخه منع کړي دي

د اسلام اباد د هوایې ‌‌‌‌‌‌ډګر چارواکو دپښتون ژغورني غورځنګ دوه مخکښ مشران او دپاکستان د پارلمان غړي ښاغلی محسن داوړ او ښاغلی سردار علی وزیر کابل ته داولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني دلوړي مراسمو کي د ګډون لپاره له تګ څخه منع کړي دي ، دي او اجازه نه ورکوي چي خپل لوی کور ته ولاړ سي.

بل خوا پښتنو مشرانو د پنجابي رياست دغه ناروا عمل سختو ټکو غندلې او ترې غواړې چي ژر تر ژره دي دغه درنو مشرانو ته د ولسمشر ډاکټر صاب د لوړي اخستني په مراسمو کي د ګډون لپاره د تګ اجازه ورکړي .

ياد مشران پر پښتنو افغانانو ږغ کوي چي پر خواله رسنیو یا سوشل مېډیا باندي د بنحابي ریاست د دغه شوم او ناروا عمل کلکه غندنه وکړي ،پښتانه وایي چي اوبه په ډانګ نه بېلیږي .ځکه لر او پر پښتون افغان ملت یو و او یو به اوسي .

د پاکستان جاسوسي او ریاستي ادارو پخپل دغه ناوړه او کم ظرفه عمل سره موږ ته دا په ډاګه کړه چي هغوی د پښتنو د یووالي څخه سخت په ویره کي دي .

لر او بر :  یو افغان

*عظیم ممتاز