کور / راپور / د ښځو نړيواله ورځ: پاکستان کي د تشدد پرضد پراخ لاريونونه سوي دي

د ښځو نړيواله ورځ: پاکستان کي د تشدد پرضد پراخ لاريونونه سوي دي

په پاکستان کي پر داسي مهال د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي چي په دغه هيواد کي د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی په بېساري کچه لوړ سوی دی.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ د پاکستان په ګڼو ښارونو کي د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي پرضد ولمانځل سوه.

د عورت مارچ يا د ښځو د ورځي په مناسبت د غونډي يوه فعاله عصمت شاه جهان وايي، چي د داډول لاريونونو څخه يې هدف دادی چي نړيواله ټولنه او په تېره په داخل کي مدني فعالان دې ته متوجه سي چي په پاکستان کي د ښځو پر وړاندي د تشدد مخه ونيسي او دلته حالت له نږدې وڅاري.

هغې زیاته کړه:

“د ملک حالات ستاسو په مخ کې دي، دلته پر مېرمنو جنسي تېری کېږي، ښځې وهل ټکول کېږي، د غیرت په نوم نجونې وژل کېږي. د پاکستان عوام له دې ستونزو تنګ دي. موږ له دې هرڅه خلاف غږ پورته کوو.”

پاکستان په نړۍ کي يو له هغه هيوادونو دی چي پکي جنسي تېری، قتل او د ښځو پر وړاندي زورزياتی پکي تر ټولو ډېر دی.