کور / راپور / وسلوالو کابل کي د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي

وسلوالو کابل کي د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي

تېره شپه په کابل کي د يوې کورنۍ ۴ غړي د نامالومه کسانو لخوا وژل سوي او قاتلين له سيمي څخه تښتېدلي دي.

د کابل پوليس وايي، چي د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند قلعه برقي سیمه کي نامالومه وسله والو د یوې میرمن او ماشوم په ګډون د یو کور ۴ غړي وژلي دي.

کابل چي په دې وروستيو کي د ناامنۍ پېښي پکي کمي سوي، خو جنايي پېښو پکي زور اخيستی دی.

تراوسه مالومه نه ده چي دا پېښه څنګه او ولي رامنځ ته سوې ده.

.