کور / #PTM / قامي تحريکونه او پښتون پرلت

قامي تحريکونه او پښتون پرلت

وړانګه لوڼۍ

پردې پښتنه خاوره بلا تحريکونه چلېدلي د مغول خلاف، د انګرېز خلاف. په لوی افغانستان کې اول تحريک د پير روښان وو. دی د مغول خلاف جنګېدلی وو، بيا د پير روښان زوی وجنګېدی، بيا يې ترور و جنګېده او بيا يې لمسی د مغل خلاف ميدان ته راغلی، دويم تحريک د خوشحال خان خټک وو. دريم د ايمل خان تحريک وو.

دا ټول تحريکونه د مغول خلاف وچلېدل، دوی هغه وخت په خپله خاوره د بل چا شتون نه منلو، دا تحريکونه تر وخته وچلېدل چې تراوسه پوري موږ پرې وياړو او دنيا د هغه سزا راکوي.

له مغولو بعد د انګرېز سامراج حمله وکړه نو ددوی د شړلو دپاره بيا د تحريکونو لړۍ پيل سوه. دخدايي خدمتګار تحريک باچاخان شروع کړ، بيا د ايپي فقير تحريک وو، د ترنګزو د حاجي صيب تحريک وو، د کاکاجي صنوبر حسين تريک وو، د ملاپونده تحريک وو، د ورور پښتون او خان شهيد تحريک وو. دا ټول تحريکونه د انګرېز خلاف وچلېدل او داسي په زرګونو پښتانه په ايکړ ځانو له انګرېزانو سره جنګېدلي دي.

پر دې خاوره هرچا په خپل وخت ننګ کړی دی، د قام، خاوري او د اولس د بقا ژغورنه يې کړې ده. په دې تحريکونو کې دوه تحريکونه داسي دي چې تراوسه دوام لري، دا دوه تحريکونه که څه هم د تحريک په شکل شروع سول خو اوس يې د باقاعده تنظيمي ګوندونو شکل اخيستی دی او مکمل د قام د هرې بربادۍ او وبا ومخ ته لکه سپر ولاړ دي.

يو عوامي نيشنل ګوند او دويم پښتونخوا ملي عوامي ګوند. دا دواړه هغه ګوندونه دي چې موږ ته يې هر وخت خپل دښمن راپه ګوته کړی دی، هر وخت يې موږ ته د غيرت چغه راياده کړې ده.

 زه چې به سکول ته تلم نو مابه په دېوالونو ليکلي ليدل چې د کابل بربادي د اسلام اباد زمواري، بل ځای به ليکلي ول چي امريکي سامراج مرده باد، بل ځای به ول پنجابي سامراج مرده باد، لراوبر يو افغان، خپله خاوره خپل اختيار نه منو د بل اختيار. دا ټول شيان ددغو دوه ګوندو برکت دی چې موږ ته يې هر وخت را په يادول چي زموږ د خاوري او د اولس دښمن څوک دی، دا ټولي خبري ددې قام په لړمون کي پاته سوي دي. دا ټول شيان ددې قام ننګ دی او دا ننګ نن د يو تحريک په شان راښکاره سوی دا ټول همت، غيرت، ننګ موږ ته په وراثت راکړل سوی دی.

او دلته خلګ لګيا دي وايي، چي  منظور اس وقت کها تها (منظور هغه وخت چيري وو؟). هلکه ته زموږ تاريخ ته وګوره، د وخت و هر ستمګر ته يو نه بل منظور ولاړ دی، بس د نوم فرق دی. کله چي مغول وو هم ددې خاوري غمي ددوی مخي ته ولاړ وو، که انګرېز وو هم ددې خاوري غمي چپ پاتي نه سول او که اوس دا تور رياست دی هم ددې خاوري غمي يې مخي ته ولاړ دي. که دوی لږ زموږ په تاريخ غور وکړي نو دا تحريک به دومره ناشوده نه ورته ښکاري.

زموږ تېر تحريکونه وچلېدل او ختم سول د هغو لاسته راوړنه دومره نه وه، وختي طور به يې ګټي وې خو مستقله ګټه يې نه ده کړې، ځکه چې موږ تراوسه غلامان يو. ددې وجه د دوی نيمګړتيا وه، له دوی سره د دوی نيمه ابادي ( ښځه) نه وه ولاړه، دا نيمه ابادي داسي نه وه چې دوی د کار نه وه، خو د پام وړ يې نه وه ګرځولې، چې کله موږ دا نيمه ابادي د پام وړ وګرځوو نو تحريکونه به مو د کاميابۍ وړ وګرځي.

ددې نيمې ابادي يوه حصه د ميوند په ميدان راوتلې وه او د هغې د ننګ څرک تراوسه په دې اولس کې ښکاري، د هغې ټپې اوس هم د ځوانانو وينه ايشوي، د ملالي د ميوند کيسې اوس هم تازه دي.

که په ميوند کي شهيد نه سوې!

خدايږو لاليه بې ننکۍ ته دې ساتمه

بيا د ژوند تر ډېرو نا انصافيو راتېر سوو، دې پښتنو بيا بل ننګ پيدا کړو، هغه هم پر دې خاوره له خاوري سره تړلو خلګو سره، د خپلي مېني له اظهاره پر شا نه سوه، دا که څه هم په عمر کمه وه خو په عقل پخه وه، د ا د ميوند له ملالۍ دوه پېړۍ وروسته بيا د سوات د ملالي په نامه دنيا ته ځان ښکراه کړو، دې د ډايرۍ له لاري پر خپل قام د امن او د پوهي د ژوند غوښتنه کړې وه او دنيا ته يې ور ښکاره کړه چې پښتون پر عدم تشدد يقين لري، نه خپله جنګ ګوي او نه بل ته د جنګ کولو ټېکې ورکوي، دا ملاله هم د هغې نيمې ابادۍ (ښځي) حثه ده کومه چي تراوسه لا په انسان نه ده شمارل سوې.

خو پښتون تحفظ مومنټ په ياد سوي تحريکونو کي بيا بل پړاو دی، هغه دننګ لاره يې هدف ده، پر خپله خاوره امن غواړي، د خپل اولس سوکاله ژوند غواړي، په دې تحريک کي يوه اهمه او نوې خبره داده چي دا تحريک پوره دی، په دې کي هرهغه څوک سته چي قام جوړوي،  مطلب نراو ښخه دواړه په دې کي سته، که څه هم د ښځو شمېره کمه ده خو په دې تحريک کي يې شتون سته. د اسلام اباد په پرلت کي د نرانو ترڅنګ ښځي هم ناستي وې، که يې څه هم شمېره لږ وه خو ناستي وې، هلته که منظور پښتين وو، نو ثنا اهجاز هم وه، که د نورو ګوندونو مشران ناست وو، نو عصمت جهانګير هم ناسته وه، بشرا ګوهر هم وه او داسي ډېري نوري هم ناستي وې، دا ټولي د پرلت له اولي ورځي بيا تراخري ورځي پوري په ډېر همت سره ناستي وې، بيا چې دې تحريک د جلسو په شکل د هر پښتون کور ته ورتلل پيل کړو، په دې کي دا نيمه ابادي ( ښځه) ددوی ترڅنګ ولاړه وه، او بيا د کوټې په جلسه کي د ښځو راتګ واقعي هم د کاميابۍ پر لور يو مضبوط قدم ايښودل وو، د قام ريښې ريښې وجود راټولولو قسم رښتيا کېدل وو، پر دې خاوره به بشپړه ننګ کول وو او خپل قام پوره کول وو، د قام هره لور ملاله ده، خو هغو ته د ضياء الدين ضرورت دی، بس هغو ته ستاسو لاسنيوی په کار دی، ستاسو ښه فکر پکار دی، ستاسو ډاډګېرنه ورته پکار ده، تاسو خپلو لوڼو، خويندو، مېرمنو ته په ټولنه کي برخه ورکړئ بيا به تاسو د ملالو په شمېرلو ستړي شئ.

د پښتون تحفظ مومنټ د جلسو لړۍ لا دوام لري او هغه د پښتنو و هري سيمي ته ځي ، له کوټي بعد د پېښور جلسه وسوه، زما په نظر دا د پښتنو د تاريخ اوله جلسه وه چي په دومره غټ تعداد باندي ښځي راغلي وې او د منظور پښتين ټوپۍ يې پر سر وې، د پېښور جلسې د تجريک د کاميابۍ لاري نوري هم هواري کړې، د پېښور جلسې د کاميابولو په خاطر له نرانو سره ښځو هم کار کاوه، هغه لکه ثنا اعجاز، د ثنا چي څومره ستاينه وسي هغومره به کمه وي، په جلسه کي يې  د ښځو د راتګ لپاره شپه او ورځ يوه کړې وه، په جلسه کي د پېښور د ښځو سره د سوات، بنو، چارسدې او د سويلي پښتونخوا ښځو هم ګډون دلود. د پېښور په جلسه کي داسي خويندي، ميندي او مېرمني هم وې چي د چا ورور، زوی او خاوند له کلو راهيسي ورک ول، دلته يې ددې تحريک له لاري د خپلو مينانو غوښتني کولې.

د اتم اپرېل د جلسې يوه شپه له مخه يوه سپين سرې او يو سپين ږيري چي په ورک زوی پسې چلسه ګاه ته راغلو او هلته يې له ځوانانو څخه پوښتنه وکړه، چي زويه هغه ورک خلګ چي پيدا کوي هغه جلسه چيري کېږي؟ ځوانانو ورته ويل، چي موري همدلته به وي  خو سبا سهار، تاسو اوس کورته ولاړ سئ سهار راسئ، سپين سري ورته په ستړي اواز وويل، زويه! موږ خو کور نه لرو چيري ولاړ سو، موږ خپل زوی پسې ګرځو کور موږ نه لرو، دې خبري په جلسه ګاه کي موجود ټول ځوانان وژړول. داسي په زرګونو خلګ راغلي ول چي مين يې له کلو راهيسي ورک وو او دلته يې د خپلو مينانو غوښتني کولې.

د پښتون تحفظ مومتټ سره خلګ ټول ددې درده راتېر سوي او ټول بې کوره سوي خلګ يې ملګري دی. په دې کي مهم او قدرمن سړی علي وزير دی چي د هغه د کور شپاړلس کسان په ډېر جبر وژل سوي دي او د پوښتني خلګ يې نه وو، د خواشينۍخبره خو داده چي د علي وزير مور د خپلي کلا دروازه کښلې ده او خالي پرده يې په ټال کړې ده، دا وايي چي نور به څوک ماله دروازه نه راټکوي، ځکه چي مخکي چي هر وار ماته چا دروازه را ټکولې ده ما چي دروازه خلاصه کړې ده نو ما کله يوه او کله شپږ جنازې را دننه کړي دي اوس مي په کورکي يو علي وزير پاته دی، کم ازکم د علي وزير جنازه به د دروازې  په ټکېدلو نه راځي!!! جنازه راوړل دومره زور نه غواړي لکه ټکېدلې دروازه خلاصول.

د داسي ځورېدلي قام خدمت چي اوس موږ ونه کړو بيا به يې څوک کوي؟ منظور پښتين که د خپلو نړېدلو کورونو حساب غواړی، که پښتنو ته د خوشالۍ ژوند غواړي، نو په دې کي موږ ټول پښتون اولس له ده سره څنګ په څنګ ولاړ يو، د خپلو وينو، د شهيدانو، د وسايلو، د نړيدلو کورونو حساب غواړو او دا حساب به رياست خاماخا راکوي.

موږ به هم خپل کار داسي دوامدار ساتو تر څو چي زموږ پر خاوره امن نه وي راغلی.

که په ځوانانو پوره نه سوه

ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه