کور / شعر / مینه

مینه

علم ګل سحر

یوه پیغله چې بې حده ښایسته وه

له سیند ها خوا د ځنګله منځ کې دیره وه

لوړه ونه زرغونې سترګې یې ښکلې

په لیدو یې ښاپیرۍ در یادولې

خرمایي زلفې یې مخ باندې خورې وې

او نرۍ شونډې یې بې له رنګه سرې وې

ددې پیغلې هیڅ کمی د ښکلا نه و

خدای ورکړی یو له مینې نه ډک زړه و

***

یوه ورځ یو زلمی ښکار پسې وتلی

په راتلو راتلو تر سیند پورې وتلی

چې شو ستړی د یو کور خواته دیره شو

د قسمت کار و، د دې پیغلې میلمه شو

په لومړي لیدو یې زړه و، پرې بایللی

د نجلۍ ښکلا اغیز و، خپل شیندلی

نجلۍ هم شوله میینه پردې ځوان

د زلمي ښایست پردۍ کړه له خپل ځان

په رڼا مینځلې دې ښکلې نجلۍ

هم پردی کړ دا ښکاري له دې نړۍ

د نجلۍ مینې له ژونده لاس پر سر کړ

خپل له مینې ډک زړګی يې دې ته ور کړ

ځینې پاتې د دنیا کار و روزګار شو

بس مین شو نه دکور اونه د ښکار شو

ته به وایې له ازله پرې مین و

لوی مقصد یې هر ماښام ددې دیدن و

د دې دواړو ترمنځ لوی سیند را روان و

تیریدل ترې تیر له وسه د انسان و

خو د مینې په زور دا ځوان هر ماښام

تیریده له ستره سینده په ارام

د اوبو زور د ده مینې ته ډیر کم و

معشوقه به یې لیده نور یې څه غم و

د سیلاب منځ کې به تیر شو په اسانه

ده به هیڅکله پروا نه کړه د ځانه

یو ماښام یې ددې سترګو ته کتل

سم له واره یې نجلۍ نه وپوښتل:

– ستا په سترګو کې دا داغ شو بیا له کومه؟

دغه(خو) ماته هیڅ نه وه را معلومه

پیغلې وویل ځواب کې ورته داسې

نن احتیاط کوه چې ځې له ما نه هسې

نه چې یوسي نن اوبه تا د دریاب

ځوان حیران شو د نجلۍ پر دې ځواب

ترې یې بیا د داغ خبره و پوښتله

د نجلۍ وینا یې بابیزه ګڼله

پیغلې وې : دا ستا ځواب و، د خبرې

ته د مینې له قانونه لاړې لیرې

ته چې هر ماښام له سینده تیریدلې

خپل قوت نه و، زما مینې تیرولې

ستا په مینه کې کمی نه و، تر اوسه

چې قوت دې له اوبو زیات یو په لسه

دغه داغ مې و، په سترګو کې پخوا

ته مین وې، ورته پام نه و داستا

اوس چې مینه کې راغلی دې خلل دی

خدای دې خیر کړي، شک دې مینې سره مل دی

نن چې ته له دغه لوی سینده تیریږې

احتیاط کړه ګرانه ګرداب کې ونه لویږي

***

دغه ځوان چې له نجلۍ څخه روان شو

زړه نازړه دې خپلې ویرې ته حیران شو

سیک یې نه درلود په زړه کې دومره زیات

په لوی سیند باندې ورګډ شو په احتیاط

د لوی سیند تر نیمایي و، رسیدلی

د اوبو څپو په غیږکې و، نیولی

په لږ وخت کې د اوبو څپو کړ لاندې

لکه ماتې کړي باد لښتې تاندې تاندې

***

څه پر ځای د پښتنو دغه متل دی

ویل شوی هم تر دې پیښې اول دی

که له یاره سره مینه او یاري کړې

په اخلاص به ورسره د زړه دوستي کړې

هیڅ نظر یې مه لره ته په عیبو

ډیر پخوا داسې ویلي پښتنو

                            ۸/ ۱۰/ ۱۳۸۷

                           کابل – څارندوی مینه

پښتو متل:

له یار سره یاري لره

په عیبو یې نظر مه لره