کور / راپور / کندهار کي ځانمرګی بريدګر موخي ته د رسېدو وړاندي وژل سوی دی

کندهار کي ځانمرګی بريدګر موخي ته د رسېدو وړاندي وژل سوی دی

د کندهار چارواکي وايي، چي نن سه شنبه يې په دغه ولایت کي يو ځانمرګی بريدګر موخي ته د رسېدو وړاندي په نښه کړی او وژلی دی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ په خبره، پېښه نن غرمه مهال د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سيمه په جمعه بازار کي رامنځ ته سوې ده.  په دغه سیمه کي په هره اونۍ دوه ځلي په ډېر شمېر کسان د سودا کولو لپاره راټولېږي.

د کندهار  د امنيه قومندانۍ وياند جمال بارکزی وايي: “په حوض مدد سیمه کي سلګونه کلیوالي خلک د جمعه بازار په نوم په یوه سیار سوداګریز مرکز کي را ټول سوي وه او ځانمرګي برید کونکې غوښتل چې د عامو خلکو په منځ کي چاودنه وکړي او یوه لویه امنیتي پېښه رامنځ ته کړي، په سیمه کي پوليسو برید ګر پيژندلی او په سملاسي ډول يې تر برید لاندي را وستی چي هغه په ځان پوري تړلو چاویدونکو توکو ته چاودنه ور کړې او یوازي برید ګر پکښې له منځه تللی.”