کور / #PTM / د پښتنو قامي جرګه د پښتنو پر ستونزو ږغېږي

د پښتنو قامي جرګه د پښتنو پر ستونزو ږغېږي

نن د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کي د پښتون قامي جرګه چي د عوامي نيشنل ګوند لخوا رابلل سوې ده پيل سوه.

په دې جرګه کي د پښتنو دګڼو ګوندونو ترڅنګ د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم ګډون کړی دی.

په دې جرګه کي چي د پښتنو د ستونزو په هکله پکي خبري کيږي پر عوامې نېشنل کوند سربېره، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند، جمعيت علمای اسلام، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ غړي شامل دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي جرګې ته یې راتګ ددې لپاره دی، چي د پښتنو پر وړاندي پرتو ستونزو ته د حللاره ولټول سي.

ښاغلي پښتين وويل، تمه ده چي په دې جرګه کي د بې درکه پښتنو او ترهګرۍ په وړاندې جګړه کي د سوې کار په اړه بحث وسي چي معلومه سي چا څه کړي دي.

ښاغلي پښتين وويل، چي په پښتني سيمو کي د ماينونو، بې درکه کسانو د لټون، د مجرمينو عدالت ته راکشول او د پښتنو په خاوره کي پر شته وسائلو د پښتنو کنټرول هغه مهمي موضوع ګاني دي چي په دې جرګه کي به ورباندي بحث کيږي.
له کلونو راهيسي پاکستاني پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د ترهګرۍ سره د جګړې په نوم په لسګونو زره پښتانه وژلي او په همدې شمېر نور لادرکه دي.