کور / #PTM / منظور پښتين: په افغانستان کي امن د ټولو پښتنو امن دی

منظور پښتين: په افغانستان کي امن د ټولو پښتنو امن دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي په افغانستان کي امن راتلل به د ټولو پښتنو لپاره د امن په مانا وي.

ښاغلي پښتين چي نن يې په پښتون قامي جرګه کي د ګډون پر مهال د رسنيو سره خبري کولې وويل، چي په افغانستان کي امن د ټولي سيمي د امن لپاره مهم دی او ددې هڅه بايد وسي چي بين الافغاني خبري اتري د افغانانو ترمنځ وسي او د نورو له مداخلې خلاصي وي.

ښاغلي پښتين د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون ته په محتاطانه توګه خوشبيني ښکاره کړې او ويې ويل، چي هيله لري افغان کشاله خپله د افغانانو ترمنځ حل سي او بهرني لاسونه پکي نور خنډونه وانه چوي.

له دې وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ بل مخکښ مشر محسن داوړ هم ويلي، چي نور دي افغانان په خپلو منځو کي ستونزي هواري کړي او بهرني استخبارات دي نه پرېږدي چي ددوی ترمنځ نوري ستونزي راپورته کړي.

دا پر داسي مهاله ده چي د فبروري پر ۲۹ نېټه د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي يوه توافقنامه لاسليک سوه، چي له مخي به يې طالبان پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي، بين الافغاني مذاکراتو ته به کښېني او په مقابل کي به يې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.