کور / #PTM / کابل ته د محسن داوړ او علي وزير سفر: پاکستانۍ رسنيو سخت غبرګون ښودلی

کابل ته د محسن داوړ او علي وزير سفر: پاکستانۍ رسنيو سخت غبرګون ښودلی

د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته د محکوم وطن ګڼ پښتانه سياستوال او فعالان رابلل سوي وه چي محسن داوړ او علي وزير هم په بلل سويو کسانو کي شامل وه.

د علي وزير او محسن داوړ کابل ته پر راتګ په پاکستاني رسنیو کي شور ماشور جوړ کړی دی او د هغوی هرکلی يې د پاکستان پرضد د افغانستان هڅه بللې ده.

نن د پاکستان ملي راډيو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي محسن داوړ او علي وزير د پاکستان ضد د هغو قوتونو ملاتړ کوي چي “غواړي پاکستان بې ثباته کړي او د افغانستان له لارې د هند اجنډا پر مخ وړي. “

د پاکستان ملي راډيو ددې بې ثبوته ادعا پر وړاندي ګڼ غبرګونونه راوپارېدل او دا راډيو يې په بې ځايه پروپاګند تورنه کړه. له توندو غبرګونونو وروسته د پاکستان ملي راډيو خپل ټويټ بېرته ليري کړ.

په پاکستان کي د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر او خبریال اقبال خټک د راډيو پاکستان او نورو پاکستانیو رسنیو دغه ډول خبرونه سیاسي بیان بولي، چي د ده په خبره د خبریالۍ له اصولو سرغړونه ده.

د ښاغلي خټک په خبره داسې بې بنسټه خبرونه او پروپاګند د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ واټن لا زیاتولی سي او ګټه يې هیڅ نسته.

په کابل کي د افغان ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسمو ته له ډيورنډ کرښي پوري غاړي څخه ۲۳ کسيزه هيات رابلل سوی وو، چي ۲۱ کسان يوځای کابل ته په الوتکه کي ولاړل، خو په اسلام اباد ايرپورټ کي د محسن داوړ او علي وزير د پنجابي رياست لخوا له سفر کولو راوګرځول سول. او د شپې ناوخته د پاکستان لومړي وزير عمران خان دواړو ته د تګ اجازه ورکړه او د تور خم له لاري جلال اباد او وروسته په ځانګړې چورلکه کي کابل ته ولېږدول سول.