ننګرهار: له پاکستان څخه لېږدول سوي لس ټنه چاودېدونکي توکي نيول سوي دي
Aziz Rahman Hazim
په ننګرهار کي د ملي امنیت منسوبینو په یو ټیلر موټر کي له پاکستان نه را لیږدول سوي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیولي.
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کي د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کي له پاکستان نه را لیږدول سوي په یو ټیلر موټر کي ځای پر ځای سوي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیولي،همدا راز د یادو توکو د دوو لیږدونکو په ګډون یې اتلس تنه داعش، وسله وال طالبان،غله او قاچاقبران هم نیولي دي .
مسؤلینو د کب په شلمه ملي امنیت ریاست کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال نیول سوي کسان او ټیلر موټر کي ځای پر ځای سوي چاودیدونکي توکي رسنیو ته وښودل .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،که څه هم امنیتي وضعیت تر پخوا هر وخت ښه سوی خو تروریستان هڅه کوي چي تخریبي کړنې ترسره کړي خو د دې ولایت امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي امنیت منسوبینو له لورې وخت په وخت مخنیوی سوی دی.
هغه زیاته کړه، ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوتې کي د عملیاتو پر مهال په یو ټیلر موټر کي ځای پر ځای سوي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له دوو تنو سره یو ځای نیولي .
نوموړی وايي،ملي امنیت منسوبینو ۴ داعش،۷ وسله وال طالبان،یو تن د وسلو قاچاق کوونکی او څلور تنه غله د شپږ مېله بېلابېلو وسلو سره یو ځای په روداتو،بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو او جلال اباد ښار کي نیولي چي د نیول سویو کسانو دوسیې رسماٌ څارنوالۍ ته ور پېژندل سوي دي.
ښاغلی میاخېل د خلکو له همکارۍ مننه وکړه چي د تروریستانو او تخریب کارو په ښودلو کي یې ولایتي ادارې سره ترسره کوي او لا یې هم هیله وښوده چي د امنیت تامین او ثبات لپاره اړونده ادارو سره همکاري وکړي.
د ننګرهار ملي امنیت رئيس ډګرجنرال نظرعلي واحدي وویل،نیول سوي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو څخه د ځآنمرګي واسکټونو،بمونو او نورو تخریب کوونکو توکو په جوړولو کي ګټه اخیستل کیږي او ورانکارو پلان درلوده چي یاد توکي کابل ته ولیږدوي،خو مخکي تر مخکي په تورخم ښارګوټې کي د دوی له لورې ونیول سول.
هغه وایي،یادو توکو کي سپینه دانه،امونیم نایټریټ،سپین پوډر،سودیم کاربونیت،کیمیکل او ساچمې شاملې وې چي له پاکستان څخه را لیږدول سوي وو .
د یادو توکو لیږدونکي افسرخان وویل،توکي یې د پاکستان حاجي کمپ او عبدالله هډې څخه بار کړي وو او پلان یې درلوده چي نیم په ننګرهار او پاتې یې په کابل کي ښکته کړي،چي د ملي امنیت منسوبینو له لورې ونیول سول .
تر دې وړاندې هم د ملي امنیت منسوبینو له لورې ورته لسګونه زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، وسلې او ورانکاري نیول سوي دي .