کور / #PTM / پښتون قامي جرګه – پریکړه لیک

پښتون قامي جرګه – پریکړه لیک

#پښتون_قامي_جرګه

«پرېکړه ليک»

1. پۀ افغانستان کښې د امن تأمين او د افغانستان د خپلواکۍ درناوی:
پۀ افغانستان کښې د جنګ لۀ کبله عام افغانان او د ډيورنډ د کرښې دواړوو خواو ته پراتۀ پښتانۀ تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي. “پښتون قامي جرګه” د افغانستان دننه د خبرو اترو عمل ته هرکلی وائي او پر دې خبره زور راوړي چې د افغان رياست پۀ پياوړتيا کښې ګاونډي ملکونه او د نړۍ نور قوتونه د سهولت کارۍ کردار ادا کړي. “پښتون قامي جرګه” د بېن الافغاني مذاکراتو برياليتوب د افغانستان او سيمې د امن ضمانت ګڼي او پر ټولو ډلو زور راوړي چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوی دې د بېن الاقوامي قوانينو پۀ رڼا کښې وکړي. جرګه پۀ افغانستان کښې د بهرنيو مداخليو د ودرولو غوښتنه کوي. پۀ پاکستان کښې تر هغې پورې امن نۀ شي راتللی، تر څو چې افغانستان کښې امن نۀ وي راغلی.
2. پۀ پښتني سيمو کښې ترهګري او د ترهګرو ډلو بيا منظم کېدل:
پۀ تاريخ کښې پښتنو تر ټولو زيات زيان پۀ تېرو څو لسيزو کښې پر دې خاوره د روانې ترهګرۍ لۀ کبله رسېدلی دی. پۀ پښتون وطن کښې يو لړ فوجي عملياتو چې پښتون قام ته لوي زيانونه ورسول، د هغو فوجي عملياتو برڅېره هم ترهګر پۀ پښتني وطن کښې پۀ ازاده توګه فعاليت کولی شي او بيا لۀ نوي سره منظم کېږي. “پښتون قامي جرګه” لۀ رياست څخه غوښتنه کوي چې دا عمل دې پۀ زغرده ودروي او د ټولو پرائېوېټ ملېشاو خلاف دې قانوني کاروائي وکړي. “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د پښتنو تحفظ دې يقيني کړی شي او د هر ډول ماوراء ائين فعاليتونو مخنيوی دې پۀ زغرده وشي.
3. د بې کوره شوو پښتنو بيا ابادول:
پۀ پښتونخوا وطن او پۀ ځانګړې توګه نوو ضلعو کښې چې د ترهګرۍ او فوجي عملياتو پۀ نتيجه کښې پۀ کومه پراخه کچه پښتانۀ بې کوره شوي دي، د هغوي زر تر زره ابادول د رياستِ پاکستان ذمه واري ده. “پښتون قامي جرګه” پۀ کلکه غوښتنه کوي چې بې کوره پښتانۀ نۀ يواځې دا چې بېرته دې پۀ خپلو کورونو کښې اباد کړي، بلکې دغو ځپلو شوو پښتنو ته دې پوره معاوضه ورکړې شي او هغوي ته دې د کاروبارونو زمينې مساعدې کړې شي. لۀ باجوړ څخه تر وزيرستانونو پورې او لۀ چمن څخه تر چترال پورې چې د پښتنو د شتمنيو کومه تباهي شوې ده، د هغوي بازارونه او مارکيټونه نړولی شوي دي، “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د دې تاوانونو دې زر تر زره تلافي وکړې شي.
4. د بې درکه خلکو مسئله:
“پښتون قامي جرګه” د بې درکو پښتنو مسئله پۀ جدي توګه راپورته کوي او پۀ کلکه دا غوښتنه کوي چې څومره پښتانۀ هم بې درکه کړی شوي يا مسنګ پرسنز (Missing persons) ګرځولی شوي دي، هغوي دې زر تر زره عدالت ته پېش کړی شي. د پښتنو دا نمائنده جرګه پۀ شريکه او څرګنده دا خبره کوي چې مونږ هېڅ يوې رياستي ادارې ته دا اجازه نۀ ورکوو چې پښتانۀ دې اوچت کړي او لۀ ځانه سره دې ئې د مسنګ پرسنز پۀ توګه وساتي.
5. د لېنډ ماينز صفائي:
پۀ جنګ ځپلو پښتني سيمو کښې چې د رياست امنيتي ادارو کوم لېنډ مائنز خوارۀ کړي دي، چې پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ بچي، ښځې، ځوانان او بوډاګان د مرګ ژوبلې لۀ زړۀ چاودونکو پېښو سره پر ورځني بنياد مخامخ کېږي؛ دغه لېنډ مائنز دې پر هنګامي بنيادونو لرې کړی شي او د بشري حقونو د داسې سرغړونو مخنيوی دې يوه جدي مسئله وګڼلې شي.
6. پۀ نوو ضلعو کښې انتظامي، قانوني او سياسي اصلاحات او ترقي:
د پښتنو د نوو ضلعو د بيا ودانۍ کار تر اوسه د زباني جمع خرچ پۀ توګه روان دی؛ “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې پينځويشتم (25) ائيني ترميم دې پۀ حقيقي توګه نافذ کړی شي.
7. اتلسم ائيني ترميم او اېن اېف سي ايوارډ:
اتلسم ائيني ترميم دې پۀ حقيقي معنيو کښې ومنلی شي، د دې ترميم د تخريبولو لۀ هڅو دې لاس واخستی شي. د اېن اېف سي اېوارډ لۀ پينځو کلونو څخه اجراء نۀ کول يو غېر ائيني اقدام دی؛ زر تر زره دې د اتلسم ائيني ترميم پۀ رڼا کښې د اېن اېف سي اېوارډ اجراء وشي.
8. د بجلۍ خالص منافع:
“پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د بجلۍ د خالصې ګټې تفصيلات دې وړاندې کړی شي او دا ګټه دې زر تر زر صوبو ته حواله کړې شي، ځکه چې پر بجلۍ او نورو قدرتي وسائلو فطري او ائيني ملکيت د قامونو دی او د ملکيت دا حق تسليمول د وفاق د قائم ساتلو او پرمختګ د پاره ضروري دي.
9. د اوبو ملکيت:
د اٰبي وسائلو يا اوبو ملکيت و اختيار دې صوبو ته وسپارلی شي او هم داسې چې پۀ دې مورد کښې چې څومره معاوضه مرکز ته پاتې ده، هغه دې هم زر تر زره صوبې ته وسپارلې شي.
10. قومي وسائل او مېنرل اېکټ:
د پښتنو پۀ قامي وسائلو لۀ يوې اوږدې مودې د منظمې قبضې دسيسې روانې دي، د دغو دسيسو مخنيوی د وفاق د پايښت او د پښتنو د ازادو شهريانو پۀ توګه پر وفاق د اعتماد ضمانت دی. “پښتون قامي جرګه” مېنرل اېکټ خېبر پښتونخوا د پښتنو پر قامي وسائلو يوه بد ترينه ډاکه ګڼي او غوښتنه کوي چې پر وسائلو دې لومړی حق او اختيار د مقامي خلکو ومنلی شي.
11. پۀ پښتونخوا وطن کښې لۀ نوي سره سرشمېرنه:
“پښتون قامي جرګه” پۀ 2017ز کښې شوې سرشمېرنه د پښتونخوا وطن بالخصوص د نوو ضلعو د سرشمېرنې پۀ حقله پر درغلۍ ولاړه ګڼي؛ جرګه غوښتنه کوي چې پۀ پښتونخوا وطن کښې دې لۀ نوي سره سرشمېرنه وشي.
12. بلاک شناختي کارډونه:
“پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د پښتنو د بلاک شناختي کارډونو مسئله دې زر تر زره حل کړې شي.
13. نصاب او تعليم:
د اتلسم ائيني ترميم لاندې د تعليمي پاليسۍ انتظام او نصاب اختيار د صوبو سره دی، “پښتون قامي جرګه” د مرکز لۀ خوا د “يکسان تعليم” (Uniform Education) د نفاذ د ائين څرګنده خلاف ورزي ګڼي.
جرګې د خېبر پښتونخوا پۀ پوهنتونونو کښې پر مالي بدحالۍ او انتظامي کړکېچونو او بحرانونو باندې ژوره اندېښنه وښودله. جرګه د پوهنتونونو دننه د سيکېورټائزېشن او جنسي زورونې د مسئلې پۀ زغرده د حل کولو کلکه غوښتنه کوي. جرګه د پنجاب، بلوچستان او د ملک پۀ نورو پوهنتونونو کښې پۀ ځانګړې توګه پنجاب پوهنتون، بهاء الدين زکريا پوهنتون او انټرنېشنل اسلامک پوهنتون کښې پر پښتنو محصلينو د تشدد او نسلي امتياز پۀ سختو ټکو کښې غندنه کوي. جرګه د طلباء يونينز د بحالۍ مطالبه کوي او د تعليمي ادارو د پرائيوېټائزېشن غندنه کوي.
14. پۀ پاکستاني مېډيا کښې د پښتنو سپکاوی:
د پاکستان پۀ مېن سټريم مېډيا کښې د پښتنو خلاف د نسل پرستۍ پر بنياد پروپېګنډې د يو معمول بڼه خپله کړې ده؛ دې پروپېګنډې ته دې زر تر زره د پاې ټکی کېښودی شي. پۀ مېن سټريم مېډيا کښې چې کوم ځای او حېثيت د پنجابي قام کلتور، سياست او مسائلو ته ورکړی کېږي، هم هغه ځای او حېثيت دې پښتون قام ته هم ورکولی شي.
15. د رښتيا کميسون (Truth Commission) جوړول:
د پښتنو پۀ وطن کښې چې د ترهګرۍ پۀ خلاف د جنګ پر مهال کوم جنګي جرمونه او جنايتونه شوي دي، د هغې د پلټنو تحقيقاتو د پاره دې پۀ زغرده د رښتياو معلومولو يو کمېسون جوړ کړی شي. د “خړ کمر” او د دغسې نورو پېښو دې عدالتي تحقيقات وشي.
16. تجارتي لارې:
دا جرګه غوښتنه کوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځه دې ټولې تجارتي لارې پرانستې شي. جرګه دا غوښتنه هم کوي چې د پښتونخوا نوې ضلعې دې د لويو لارو پۀ مرسته يو بل سره وتړلې شي.
17. سي پېک:
پۀ سي پېک کښې د بلوڅيانو د ملکيت او د پښتنو د برخې تعين تر اوسه نۀ دی شوی. جرګه لۀ حکومته د دې وضاحت غواړي. د سي پېک پۀ کمېټۍ کښې دې بلوچستان، پښتونخوا او سندهـ ته استازيتوب ورکړی شي او د سي پېک مغربي لاره دې لۀ يو بشپړ پېکېج سره يقيني کړې شي.
18. د پښتنو د زراعت تحفظ:
د پښتنو زراعت دې خوندي کړی شي او د پښتنو پۀ قومي زراعت بالخصوص تمباکو باندې دې د هغوي د ملکيت حق تسليم کړی شي.
19. اېکشن ان اېډ اف سول پاور ارډيننس:
“پښتون قامي جرګه” دا اېکټ ردوي او د دې د بېرته اخستلو غوښتنه کوي.
20. د بلوچستان سيټونه بېرته بحالول:
“پښتون قامي جرګه” مطالبه کوي چې د بلوچستان د ضلع “شېراني” او ضلع “هرنائي” صوبائي نشستونه دې بېرته بحال کړی شي او د کوئټې او نورو پښتني سيمو حلقه بنديانې دې درستې کړې شي.
21. د روغتنونو پرائيوېټائزېشن:
دا جرګه د روغنتونونو د پرائيوېټائزېشن عمل ردوي او غوښتنه کوي چې پۀ پښتونخوا وطن ته دې د صحت بهترين او لازمي سهوليات ورکول يقيني کړی شي.

د جرګې د “پرېکړه ليک” پۀ عمل کښې د راوستلو د پاره پۀ پينځويشتم (25) مارچ يوه جرګګۍ را منځ ته کېږي چې پۀ کښې به د ټولو سياسي ګوندونو او نضهتونو استازي شامل وي.