کور / تازه خبرونه / د امریکایي تلفاتو شمېر ( ۱۰۱ ) ته ورسېد

د امریکایي تلفاتو شمېر ( ۱۰۱ ) ته ورسېد

د اسوشیټیډ پریس آژانس خبر ورکوی چی طالبان په افغانستان کی په یو وژونکی قدرت سره اوښتي دي او د سږ کال په اتو (۸) میاشتو کی یی  ۱۰۱  امریکایی پوځیان وژلي دي . اسوشیټیډ پریس وایی چی هغو کمزورو طالبانو نن ثابته کړه  چی کولای سی د یو مهلک او عصری جنګی قدرت په حیث د امریکا سره وجنګیږی . د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر  تیر کال  ۱۱۱  کسه و ، او داسی ښکاری چی سږ کال به دا تلفات تر نوموړي شمېر واوړي . په واشنګټن کی د ستراتیژیکی او نړیوالو څېړنو د مرکز څخه انتونی کورډیس مېن وویل چی « امریکا د طالبانو پر ضد دا جګړه بایلي .»

اسوشیټیډ پرسی زیاتوی چی سږ کال په افغانستان کی د ټولو بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر  ۱۸۸  کسه دﺉ چی پدې کی ۱۰۱  امریکایان دي ، حال دا چی په ۲۰۰۷ کی د دې بهرنیو پوځیانو د تلفاتو مجموعی شمېر ۲۲۲  و ، چی په هغه کی ۱۱۱ یی امریکایان وو . اسوشیټیډ پریس زیاتوی چی ښایی په روان کال کی د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر نور هم ډېر سی چی دا د طالبانو د سریع قوت معنا ورکوي