دا دغم له پاسه غم دی

د لراوبر اداره | اگست 25th, 2008


دشینډنډ دشهیدانو وینې مو لا وچې نه دي چي، نن بیا زموږسلګونه  سپېڅلې پښتنې خویندې او وروڼه  چي له کډوالي څخه راستانه شوي وو په خپل پلرني کور کې  دهغونمک حرامو لخوابندیان شول کوم چي په نامشروع ډول دبن دکنفرانس له برکته زموږ په مظلوم ولس  باندې وتپل شول  داپه  داسې حال کې چي، د بن دکنفـرانس له پرېکړو څخه یوه تر ټولومهمه پرېکړه دا وه چي، کــډوال باید په ډېرعزت سره خپلو سیمـو ته ولېږدول شي خو له بده مرغه زموږ کرزي ملا چرګک نه تنها چي له نورو هیوادونو څخه دکډوالودحثيت  اولېږدولو غم ونه خوړ بلکې دهېوادپه دننه کې  لا اوس هم  پښتانه دکډوالي تریخ  ژوند تېروي  ما ته  هر وخت پوښتنه پیداکېده چي، په هرات او ژېړۍ دښـــته کې ولې زموږ د شبرغان او نورو شمالې  برخو پښتانه خپلو سیمو ته نه لېږدول کېږي؟


خو چي نن مې په ټول افغان کې دعنایت الله کاکړ راپور ولوست نو سم پرې پوه شوم چي دستمیانو غوا په رښتیا هم  لنګه شوې  او زموږ  د هېواد اصل توکم چي لس زره کلن تاریخ لري په لغتو وهي ښاغلی کاکړ داسې لیکي :


د دغوکډوالو یوه تن استازي مولوي عبدالحکيم ټول افغان ته د ټیليفون پرکرښه وويل چي دغه کډوال ۸۲ کورنۍ اودغړو شمېره يی نژدې دری سوه تنه وه.هغوي غوښتل چي د لالاګذراوشيرتوغ کلیوته لاړ اوپخپلو پلرنیو مېنو واړوي خو ځايي اوزبکانو يی نه یواځي داچي مخه ونیوله بلکي هغوي يی سخت سپک کــــړل. په سلګونه ماشومان اوتورسري يی په یوه کلاکي بندکړل اوشاوخوايی وسله والي پیرې ورباندي ودرولې.


له بلي خوا عيني شاهدانو ټول افغان ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي.


عزیزانــــــــــــــــــــــو!


که هرې خوا ته فکر وکـړو په موږ حملې دي زموږ د عزتونوجنازې روانې دي موږ څوک په خپل کـور کې په ارام نه پرېږدي  په ځایي وروڼو مو بر ناحق  دطالب او القاعدې په نوم بمونه اوروي او کوچي وروڼه مو څوک په  خپلو مېنوکې نه راته پرېږدي  دمادي ژوند تر ځنګ مو معنوي ژوند هم راڅخه اخلې نو تاسو لا اوس هم  دې  ناروا ته ژنوساید (قام وژنه ) نه وایاست؟


که ملګري ملتونه ځان ناخبره  نیسي  اوخپل سیاست  ته په همدې ډول دوام ورکړي نوبیاسړی بایدورته ملګري دوزخونه  ووایي څه شول هغه  دبشري حقونو علم برداران چي  ځانونه یې له ملایکو څخه هم پاک ګڼل؟


ښــه پوهېږوچي، طالب او القاعده دچا دلاس محصـول  او د څه لــپاره ورڅخه کار اخلي خودافسوس ځای دا دی چي، له یوې خوا زموږ د بې وزله ولس  لاس او پښې تړلي ، د سپیناوي یې څوک نشـته او له بلـــې خوا زموږ  یو شمېر روڼ اندې  صرف  په خپل ځان راتاو دي ښه پوهېږي چي څه ډول لوبه روانه ده  خو څه نه لیکــي ژوند ورته ډېر ګران  خو ایماني او وجداني مسؤلیت ورته هیڅ ارزښت نه لري  یو شمېر بیا په ډالــري معاشونو پسې داسې سیخ  ورځغلي چي له چاسره خدای په اماني هم نه کوي، یوشمېر بیا له ګوانتانامې څخه وېرېږي   خو داخیال ور سره نشـــته چي اخېر هم له  دې فاني نړۍ څخه ځونو چي  ځو ولې له ویاړونو سره ولاړ نه شو چي تاریخ ته خو یو څه ورپرېږدو تاسې باور وکړئ  چي افغان ولس  او زموږ  تاریخ به زموږ هر ګام راپسې وشـــمارې   په دې څوک نه خلاصېږي چي، زه محقق یم ، زه کره کتونکی  اویاخو زه ددومرو ټولګو لیکوال یم  نن خبره له ټولګـو مولګو او کره کتنو څخه ورتېره شوې ده د ایمان ورځ ده د ایمان  لنډه داچي زه  له  ټولووطنپالووروڼوڅخه دا هیلــه کوم چي، دمدني ټولنې داصولواوقوانینو په رعایت سره دافغان ولس دخلاصون نعــــــــــــره  په پرله پسې ډول  تربري   پورې جارې وساتي ،لیکنې  او دنړۍ په ګوډ ګوډ کې سولیز لاریونونه وکړي تر څـو دنړیوالــــو سر ور خلاص کړ شي او که نه نو یو خو لا په وللّه  که  را پرېږدي چي وخت یې را ورسېږي اول به  دادپښتنو لوی  غلیـم ملاچـــرګک په پڅه چاړه سرچپه حلالوي .


یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه:


دکاکړ صاحب راپور په  لاندې ډول دی  ښه په غور سره یې ولولئ .


 تخار: سلګونه پښتنې ميرمني اوماشومان بنديان شول
دافغانستان دتخارولايت دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي دپخواني والي قاضي کبيرپه مشرۍ په لسګونو وسله والوځايي خلکو هیواد ته دبېرته راستنیدونکو پښتنوپریوه کاروان بريدوکړاوپه سلګونه سپين ږيري،تورسري اوماشومان يی له ځانه سره برمته یوړل.


دتفصيلاتوترمخه دتخارولايت دخواجه بهاالدين ولسوالۍ دلالاګذر اوشېرتوغي دسيمو اوسيدونکي پښتانه چي تراوسه دبلوچستان په ژوب کي اوسيدل دملګروملتونو دکډوالو دبیاستنولو دپروګرام ترچترلاندي هیوادته بیاستانه شول.خومخکي لدې چي هغوي خپل پلرني کلي ته ورسيږي دقاضي کبير او اوسني والي لطيف ابراهيمي وسله والوورباندي دولسوالۍ په سيمه کي بريدوکړ.هغوي يي ونيول اوټول يی له ځانه سره برمته یوړل.


ددغوکډوالو یوه تن استازي مولوي عبدالحکيم ټول افغان ته دټیليفون پرکرښه وويل چي دغه کډوال ۸۲ کورنۍ اودغړوشمېره يی نژدې دری سوه تنه وه.هغوي غوښتل چي دلالاګذراوشيرتوغ کلیوته لاړ اوپخپلو پلرنیو مېنو واړوي خو ځايي اوزبکانو يی نه یواځي داچي مخه ونیوله بلکي هغوي يی سخت سپک کړل. په سلګونه ماشومان اوتورسري يی په یوه کلاکي بندکړل اوشاوخوايی وسله والي پیرې ورباندي ودرولې.


دکډوالو دغه قافله دارباب محمدولي خان اوارباب محمدظاهرخان په مشرۍ خپل هیواد ته روانه وه او ویل کیږي چي دغه دواړه مشران هم دبنديانو په ډله کي شامل دي.


له بلي خوا عيني شاهدانو ټول افغان ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي.


کله چي ټول افغان له والي لطيف ابراهيمي سره دتماس هڅه وکړه نوهغه پدې اړه له خبري کولو سکوټ انکاروکړ.یوتن چي خپل نوم يی جوره بېګ ښود اوځان يی دوالي صيب انډیوال معرفي کاوه وويل چي دغه خلک ځکه هلته بندساتل شوي چي په سيمه کي دیوه توکميزفساد وېره ترې کېدله.


ديادولو وړه ده چي دجنوبي اولويديځ افغانستان پښتنوته نیغ په نیغه دباندنیو ځواکونو له لوري دهغوي دميړاني اوسرزورۍ سزا ورکول کيږي اوپه شمال کي بیادځايي سردارانو له لوري په یوه اوبل نامه ځورول کيږي.


که څه هم افغان حکومت تردې دمه پدې اړه څه ندي ويلي خو دورته پېښوپه اړه دهغه تېردريځ ته په کتلو سره داسي نه ښکاري چي هغه دي داځل هم دپښتنو دشړلو په اړه کومه توره وکړي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024