کور / تازه خبرونه / احمدولي کرزى ،شرکتونه دي بې روزګاري لمنځه يوسي

احمدولي کرزى ،شرکتونه دي بې روزګاري لمنځه يوسي

په سويلي حوزه کې دلوي کندهارپه نامه  ١٧٥ ودانيزوشرکتونوديوې گډي اتحادې دجوړېدواعلان وکړ.

دغه ودانېزشرکتونوچې له نږدې  شپږوکلونوڅخه په سيمه کې فعاليت کوي له دولت سره رسميت لري .

دنوموړي اتحادې  مشروايې چې له گډي اتحاديې څخه يې موخه په سيمه کې دبيارغاوني دکارونودکيفيت لوړول اوپکې سرعت راوستل دي .

دلوي کندهاردودانېزوشرکتونوداتحادې دپرانېسي پرمهال دکندهاردجگ پوړوولايتي چارواکوترخواپه  کندهارکې دهندوستان ،ايران اوپاکستان هيوادونودسياسي نمائنده گيومشران هم وربلل سوي و.

دکندهاردولايتي شوراريس احمدولي کرزي په سويلي حوزه کې دگڼوټول گټوپروژوپرټيټ کيفيت نيوکې وکړې چې دساختماني شرکتونوله لوري رغول سوي .
دنوموړي په خبره چې دگډي اتحادې له لاري دي هڅي وسي چې له يوي خواڅخه دسيمي داوسيدونکودبې روزګاري ستونزه هواره سي اوله بلي خواڅخه دهغوپروژوکيفيت په پام کې  ونيول سوي چې دنړيوالوپه  مرسته سويوپېسوباندي پلي کيږي .


سيمه يزوقومي مشرانوهم پردې ټکي ټينگارکاوه چې ودانېزشرکتونه دي دنړيوالومرستوپه مټ دعملي کېدونکوټول گټوپروژپه کيفيت ته زياته پاملرنه وکړې .
دوى هم غوښتنه وکړه چې گډه اتحاديه دي  دبې روزگارى په لمنځه وړلوکې کوښښ وکړي .


په کندهارکې  دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت استازي (طارق عصمتي ) وويل چې وزارت يې يوله هغوادروڅخه دي چې په سويلي حوزه کې ترنوزيات دبيارغاوني په برخه کې له ودانېزوشرکتونوسره سروکارلري 
خودوى له ځېنوشرکتونوسره په ستونزوکې دي .
په وينايي چې که اتحاديه ښه خده مات وړاندي کړي نودوى به په سويلي حوزه کې ټولي رغونېزي پروژي ددوى له لاري عملي کړي .


په کندهارکې گڼ شمېرودانېزشرکتونه پداسي حال خپله گډه اتحاديه اعلانه وي چې په سويلي حوزې کې دناامنيوله امله دگڼوپروژوعملي کېدل له ننگونوسره مخ سوي .

داچې ده کيفيت دساتلوترخوابه نوموړي اتحاديه دنوموړوپروژوعملي کېدوته څومره موقع برابره کړي وروسته به معلومه سي .