پر جنرال مشرف له پاکستانه پر وتلو بنديز ولګيدئ

د لراوبر اداره | اگست 26th, 2008



مشرف ممنوعه الخروجه سو


دپاکستان دولت د دې هيواد پخوانۍ جمهور رئيس پرويز مشرف نه پرېږدي د پاکستان څخه ووزي .


د خبري رسنيوپه حواله مشرف  چي د خپلي استعفا نه وروسته د پاکستان په يوه نامعلومه ځای کي  اوسېده، پرون دوشنبه يې هڅه کړېو  اسلام آباد ته نيژدې د جک شهزاد په سیمه  کي و خپل کور ته لاړ سي ، خو امنيتي ځواکونو پرې نه ښود دا کار وکړي . امنيتي ځواکو و مشرف ته دا هم ويلي دي چي د جمهوري ریاست تر انتخاباتو او دقاضيانو د جنجال تر حلېدو پوري د هيواده څخه د وتلو حق نشي درلولای .


په همدې اړه امريکائي چارواکو په امريکاکي و پروز مشرف ته د سیاسي پناهنده ګۍ د ورکولو اوازې رد کړي دي .


همدارنګه په پاکستان کي سیاسي سرچينو د انتخاباتو وروسته د پرويز مشرف د محکمه کېدو خبر  ورکړی دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024