تخار: په لسګونو کورنۍ د ځايي خلکو له خوا کلابندې دي
د وږي ٤مه ، دپژواک خبري اژانس خبري اژانس نه په ډيره مننه
د تخار خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ٨٠ بېرته راستنې شوې کورنۍ، له درېيو ورځو راهيسې د ځايي خلکو له وېرې په پخواني محبس کې اړولي دي او هره شېبه ځانونه له بريد سره مخ ګڼي . ظاهر خان ، چې له خپلې کورنۍ سره د خواجه بهاءالدين په پخواني محبس کې اوسېږي ،د وږي په ٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په ناوړه شرايطوکې وخت تېروي . هغه زياته کړه : (( که پوليس نه وي نو ازبکان را باندې بريد کوي . ))
د ظاهر دڅرګندونو له مخې، شاوخوا ازبکان له لرګيو سره ولاړ دي ، خو ددوى امنيت د ولسوالۍ پوليسو نيولى دى . د نوموړي د څرګندونو له مخې ، دوى د بلوچستان ايالت له ژوب سيمې څخه راستانه شوي دي، خو ځايي خلک يې خپلو مېنو ته نه پرېږدي . د ظاهر په وينا، په محبس کې اوس شاوخوا ٧٠٠ تنه ،چې مېرمنې ، ماشومان ، بوډاګان او ځوانان په کې شامل دي اوسېږي . هغه داهم وويل چې پرون پرې ځايي خلکو بريد وکړ او لس تنه يې په لرګيو ووهل او ټپيان يې کړل .
د خواجه بهاءالدين دولسوالۍ جنايي امر علي مراد چې په محبس کې يې دد غو راغلو کورنيو امنيت نيولى دى ، پژواک ته وويل چې د پوليسوپه همکارۍ وضعيت تر کنترول لاندې دى . هغه هم وويل چې د لاله ګزر خلک راغلي دي او بېرته راستانه شويو پښتنو کورنيوته ګواښونه کوي .
عبدالحکيم ، چې په محبس کې له خپلې کورنۍ سره پروت دى ، وايي چې له محبس شاوخوا لرګي په لاس ازبک ګرځي او که د پوليسو وېره نه وي نو بريد پرې کوي . د نوموړي په وينا، ددوى کډې په پنځو کمازونو او دريو ټکټرونو کې بار دي او دوى يې له وېرې ښکته کولى نه شي . د محمد ظاهرخان د معلوماتو له مخې ، ددوى ځمکه او جايدادونه شاوخوا ٢٥ کاله وړاندې هغه مهال د ځايي زورواکو لخوا چوراو خپلو منځو کې ووېشل ، چې دوى پاکستان ته مهاجر شول .
د نوموړي د معلوماتو له مخې ، دولت په ١٣٣٥ کال کې دوى ته په تخار کې ٢٥٠٠ جريبه ځمکه ورکړې وه اسناد يې په لاس کې لري ، خو اوس ترې غصب شوې ده . د تخار ولايت اداري رييس او يادې شوې شخړې ته د حکومتي پلاوي مشر قطب الدين کمال ، پژواک ته وويل چې دوى په سيمه کې څېړنې پيل کړې دي . د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې ، دلته ميشتو پښتنو ته د پخواني شاه ( محمد ظاهر ) په دوره کې ځمکه ورکړل شوې ده ، خو ځايي خلک دعوه کوي چې شاه غيرقانوني ددوى ځمکې ورکړې دي . د نوموړي په وينا، اوس وضعيت ترکنترول لاندې دى او دغه موضوع به د حقوقي مراجعو له لارې وڅېړل شي . له خواجه بهاءالدين ولسوالۍ پرته د دغه ولايت د درقد او ينګي کلا ولسواليو ترمنځ لږکي ګوجر سره د ځايي خلکو له ګواښ سره مخ دي .
د ګوجرو د شورا لوى مشر مولوي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دلته ګوجر د ځايي زورواکو لخوا کلا بند دي . هغه داهم وويل چې ګوجرو ته ګواښ کېږي ، چې که خپلو ځمکو او باغونو ته لاړ شي، نو بريد به پرې وشي . نوموړي ددغو تاوتريخوالي اصلي لامل د تخار پخوانى والي او جهادي قوماندان قاضي کبير مرزبان وګاڼه او هغه يې ګوجرو سره په زور زياتي تورن کړ . خو قاضي کبير ، چې په مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازى دى ، دغه دعوه رد او زياته يې کړه چې دا د ځايي خلکو او ګوجرو ترمنځ شخړه ده او دى په کې هيڅ لاس نه لري .
د درقد ولسوال فيض الله که څه هم د پېښې په اړه ډېر توضيحات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې سيمې ته پلاوى راغلى دى او په دې اړه څېړنې روانې دي . د درقد ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله ، چې د ګوجرو پر وړاندې ولاړ دي ، وايي چې دوى د خپلو ځمکو شرعي قبالې لري . هغه زياته کړه : (( په هيڅ صورت به موږ ګوجرو ته بيا اجازه ورنکړو . )) امان الله داهم وويل چې دوى اوسمهال د دولت پرېکړې ته سترګې په لاره دي او وروسته به دوى خپله پرېکړه کوي . د ګوجرو او ځايي خلکو ترمنځ روانه شخړه لومړنۍ نه ده ، له دې وړاندې هم څوځلې د ځايي خلکو او ګوجرو تر منځ په تخار کې شخړې راپورته شوې دي .