کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ماشومانو د زورزياتي ناوړه اغېزې

په ماشومانو د زورزياتي ناوړه اغېزې


 


 پرته له شکه چې ماشومان د هرې انساني ټولنې د پايښت او بقا خښتي دي،همدا ډول د يوې ټولنې راتلونکي په همدې ماشومانو پوري تړلي ده،که چېرې ماشومانه په يوه ملي او ايماني روحيې سره روزل کيږي نو شک نه شته چې هغوى به د ټولنې پروړاندې په راتلونکي کې د يو بادرده او بااحساسه انسان په څير چلن کوي،ځان به له خلکو او ټولنې بېل نه شميري او باالاخره به د يو پر مسووليته انسان په څېر د ټولنې ستونزو او مشکلاتو ته اوږه ورکوي،خو که د ماشوم له سالمې روزنې او پالنې څخه بې پروايي کيږي نو په حقيقت کې د يوې ټولنې په راتلونکي باندې په لوى لاس لوبې وهل کيږي،دا مهال ليدل کيږي چې له يوې خوا زمونږ د ټولنې ډيرکي ماشومان له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې دي او له بلې خوا په لوى لاس ددوى په حقوقو باندې تيرۍ صورت نيسي،په دې شپو او ورځو کې د هيواد له شمال څخه داسې خبرونه راځي چې په ماشومانو باندې جنسي تيرۍ صورت مومي،که له حقيقت سترګې پټې نه کړو نو لومړۍ خو دا کار د افغانيت له نامې سره سر نه خوري يانې افغانان او افغانيت پرې شرميږي،دويم دا چې يو لوى اخلاقي جرم دى ،نه پوهيږم چې دا ډول انسانان څنګه خپل ضمير او وجدان ارام ته پريږدي،همدا ډول فکر وکړى چې د اسلام مبين دين دا ډول اعمال په څه ډول غندلي او د دا ډول اعمالو مرتکيبينو ته يې د څه ډول سزا وړاندوينه کړيده،په هر صورت خلک ،دولت او په ځانګړي ډول د بشري حقوقو خپلواک کميسون په دې اړه نرمي اختيار نه کړي ،هغه کسان چې په دې غير اسلامي،غير اخلاقي او غير افغاني عمل لاس پوري کوي په داسې ډول مجازات کړي چې د نورو له پاره د عبرت درس وګرځي،زه دا نه وايم چې جزا دې دومره سنګينه وي چې د اساسي قانون ، نړيوالو اصولواو قوانينو پوله دې ماته کړي خو دا غواړم او وا يم چې جزا بايد ختمي وي،همدا ډول دا په نظر کې ونه نيول شي چې جرم چا کړى او د کوم ډول کورنۍ غړى دى،په دې دليل چې قانون د هر چا له پاره دى په ټولنه کې هيڅوک له قانونه فوقيت نه لري،د هغو ماشومانوکورنۍ هم بايد چپه خوله پاتې نه شي د کومو ماشومان چې د دا ډول ناوړه پېښو ښکار شوي وي ،هغوى بايد په يو افغاني او ايماني غرور له خپلو حقوقو څخه ننګه او دفاع وکړي ،هغوى ته ښايي چې شرم په ځان پوري ونه تړي هم د ځان له پاره عدالت وغواړي او هم په راتلونکي کې د ټولنې نور وګړي له دا ډول پېښو څخه وژغوري.                                                                                                                                                  


يوه بله موضوع چې دا مهال زمونږ ماشومان ورسره لاس او ګريوان دي په کورنيو او ښوونځيو کې د هغوى  وهل او ټکول دى،دا منم چې وهل او ټکول به د ماشومانو په اصلاح  او سمونه کې موقتي اغېز ولري خو د هغوى په راتلونکي ژوند باندې ډېرې ناوړه او بدې اغېزې شيندلى شي،نو مونږ ته لازم دي چې د هغوى د موقتي ګټو په خاطرد هغوى د راتلونکواو تل پاتې ګټو په خاطر سوچ او فکر وکړو په داسې کولو سره به مو خپل ايماني او هيوادنۍ پور ادا کړى وي.اوس به په دې ځان  پوى کړو چې په ماشومانو باندې وهل او ټکول په علمي لحاظ کوم ډول ناوړه اغيزې شيندلى شي ماشومان که چېرې د وهلو او ټکولو لاندې نيول کيږي نو اولنۍ تاوان يې دا دى چې ماشومان ډارن اموخته کيږي کله چې لوى شي نوهمغه ډار يې په سترګو کې وي همدا لامل دى چې بيا د خپل حق د غوښتنې غږ نه شي پورته کولى د ويرې او ډار له امله له خپل حقه حق څخه تيريږي،بل لوى تاوان چې وهل او ټکول يې ماشومانو ته وراړوي هغه دادى چې که ماشوم ډارن اموخته نه شي نو چې لوى شي بيا د يو ظالم انسان په صفت را ښکاره کيږي،چون نوموړي د وهلو او ستم لاندې ژوند تېر کړى وي نو دده هم خوښيږي چې نور هم تر کوي نو د يو ظالم او جابر انسان په عنوان له خلکو سره چلن کوي،چې بېلګې يې په نړيوال تاريخ کې څرګندې او روښانه دي،دا چې وهل او ټکول په ماشومانو باندې دومره ناوړه او بدې اغېزې شيندي نو لازم دا دي چې د هغوى له وهلو او ټکولو څخه په جدي توګه ډډه وشي،ماشومانو ته بايد په ماشومه سترګه ونه کتل شي،بلکې هغوى ته بايد په داسې لويه  سترګه وکتل شي چې د نن ماشوم د سبا مسوول او واکمن دى.