کور / سياسي / بهرني ځواكونه ووځي او كه قانوني شي؟

بهرني ځواكونه ووځي او كه قانوني شي؟

 


د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره مشرانو جرګې او افغان كابينې د يوې طرحې او مصوبې په ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدا او د هغوى پر حضور د بيا كتنې غوښتنه كړې ده. د مشرانو جرګې او كابينې د غړو په وينا، ددغې طرحې پربنسټ به بهرني ځواكونه خپل ټول فعاليتونه له افغان امنيتي چارواكو سره همغږي كوي. دا، چې دغه طرح او مصوبه به تصويب او پلې شي، كه نه، بېله خبره ده، خو يو كال وړاندې هم ورته يوه طرح تصويب شوې وه، چې نه دولت عملي كړاى شوه او نه يې بهرنيو ملاتړو پرې غوږ وګراوه.


د مشرانو جرګې دغه ګام د ستاينې وړ دى، چې لږترلږه بهرنيو ځواكونو او د هغوى بې پوښتنې فعاليتونو ته د قانون پولې ټاكي، خو پر دې بايد سر خلاص كړو، چې بهرني ځواكونه او په سر كې د امريكا او برېټانيا ټلواله د همدغسې يوې پرېكړې په تمه دي.


افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو راتګ ، نه د افغانستان د ملت په خوښه و او نه هغه مهال داسې يو دولت او كورنى قانون و، چې د بهرنيو ځواكونو حضور ته مشروعيت وركړي. ايتلاف د ((ترهګرۍ ضد))ناولې جګړې په نامه راغلى او ناټو او نور هغه د(( سوله ساتو ځواكونو)) په نامه، خو دواړو اړخونو له خپلو بړستنو پښې اېستلې او په تېرو اوو كلونو كې يې د بې ګناه پښتنو له وينې تويونې پرته بل څه نه دي كړي.


د ملګرو ملتونو د كړنلار له مخې سوله ساتي ځواكونه يوازې د سولې او ټيكاو د خونديتابه يوه دفاعي دنده پرغاړه لري، خو په افغانستان كې ددغه كړنلار اپوټه سوله ساتي ځواكونه يرغليز عمل كوي: بمبارۍ كوي، بې ګناه خلك وژني او د طالب او ترهګر په نامه د پښتون سټه وباسي. ايتلافي ځواكونو او ناټو سازمان تر نن ورځې پورې په افغانستان كې خپل ټول كړه وړه له قانون نه بهر كړي او دغه لړۍ به تر هغه روانه وي، چې ځان ته يو خپلخوښى ((قانوني چوكاټ)) وټاكي. ايا د مشرانو جرګې نوې جوړېدونكې طرح او ددې طرحې پر بنسټ د بهرنيو ځواكونو لپاره چوكاټ جوړاوى به د عملي اړخ تضمين او افغاني غرور او استقلال وساتلاى شي؟ كه ځواب هو وي، ښايي دا يوه معقوله طرح وي او كه نه ، موضوع يوځل بيا د ملت له خوښې اوړي او  ښايي بهرني ځواكونه ځان ته يو داسې قانون او چوكاټ وټاكي، چې په اصل كې له اوسني ((اشغال)) او ((بلواكۍ)) سره هيڅ توپير ونه كړي.


د بهرنيو ځواكونو په اړه نوې طرح بايد په هيڅ وجه په دې مانا نه وي ، چې په افغانستان كې د هغوى حضور  روا او وغځوي. دغه طرح بايد دا جوته كړي، چې بهرني ځواكونه په څومره وخت كې له افغانستان نه ووځي او څنګه ووځي. له دې پرته د هغوى د حضور قانوني مشروعيت ښايي هغوى دغلته پر يوه اوږده يا دايمي حضور ډاډه كړي.


تېر اووه كاله ايتلافي او نړيوالو ځواكونو په افغانستان كې د ((ترهګر)) او ((طالب)) په نامه په زرګونو بې ګناه وګړي ووژل او دغه لړۍ لا روانه ده. په هرات، ننګرهار، نورستان، پكتيكا، زابل، هلمند، كندهار، كونړ او … ولايتونو  كې پر ملكي وګړو وحشيانه بمبارۍ ددوى د جګړې ماهيت په ډاګه كړى او نور د سيمې ولسونه پر دې غولوونكې لوبه  پوهېدلي دي. د امريكا او ناټو په دې لوبه كې لر او بر دواړه اړخه پښتانه وژل كيږي او ددغه بهير د لا ګړنديتابه لپاره دا ځل د لرې پښتونخوا سيمې هم هدف ګرځېدلي دي. پښتانه بايد پر دې وپوهيږي، چې دغه سيمه ييزه او استخباراتي جګړه ددوى په زيان ده. په لر اوبر كې پښتانه واكمن چارواكي او د هغوى مخالفان بايد دا راز ومومي او پر دې هم پوه شي، چې اووه كاله مخكې دلته د ترهګرۍ په نامه څه نه وو او كه و هم هغه پخپله د واشنګټن او لندن سازشي اعمال وو، چې د يوه نوي جګړه ييز ډګر او نوې لوبې پلمه يې پرې لټوله. موږ بايد نور له دې كرغيړنې جګړې ځانونه را وباسو او ((مخالف)) او ((موافق)) ټول پر دې سلا وكړو، چې ستونزې  په خپل منځ كې د خبرو له لارې اوارې كړو او د بهرنيانو د ګټو دغه روانه جګړه او  بهرني عوامل نور له خپلو سيمو وباسو. د ګاونډيانو د نه مداخلې په اړه بايد يو قانوني نړيوال ضمانت واخلو او دغه ضمانت د اسلامي هېوادونو ټولنه او ملګري ملتونه په ښه توګه كولاى شي.


د يوې داسې ورځې په تمه، چې نوره د پښتون وينه بېځايه تويه نشي