کور / تازه خبرونه / د سوډان تښتول سوې الوتكه په ليبيا كي كښېنسته

د سوډان تښتول سوې الوتكه په ليبيا كي كښېنسته


د سوډان يوه مسافر وړونكې الوتكه چي نا معلومو كسانو تښتولې وه، په ليبيا كي كښته سوې ده.
دغه الوتكه چي له دارفور څخه پلازمېني خرطوم ته روانه وه، له عملې سره ۸۷ تنه پكښي ناست دي.
د الوتكي تښتوونكو  چي له كنټرولوونكي رادار سره يې خبري كولې د مصر په جوبي ښار اسوان كي د كښته كېدو غوښتنه وكړه، خو د مصر د حكومت ورته د ناستي اجازه ورنكړه، وروسته يې مخ ليبيا ته ونياوه، چي د ليبيا په الكفره ښار كي كښېنسته.
د الوتكي د تښتوونكو هويت نه دئ معلوم او نه يې هم تر اوسه د الوتكي او مسافرو د خوشي كېدو په بدل كي كومه غوښتنه كړې ده.