کور / تازه خبرونه / نواز شريف له ائتلافه ووتى

نواز شريف له ائتلافه ووتى

د پاكستان د ائتلاف تر ټولو پياوړى ګوند مسلم ليګ ن اعلان كړى چي له خلكو ګوند (پيپلز پارټۍ) سره ئې ائتلاف مات كړى دى. دا خبري د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف په لاهور كي خبريالانو ته كولې. نواز شريف، چي اوس ئې په پارلمان كي د حزب اختلاف (اپوزيسيون) د مشرۍ تكل كړى، د مشرف له لوري د ګوښه كړل سويو قاضيانو پر بيا ګمارنه كلك ټينګار كاوه او له ائتلافه د وتلو د پريكړي لامل ئې هم د دې قاضيانو نه برحال كېدل وبلل. نواز شريف د هغه تړون متن چي پكښي د خلكو ګوند د نوموړو د برحالۍ ژمنه كړې وه، هم خبريالانو ته وښووى.