کور / تازه خبرونه / بوش: روسيه دي د ګرجستان د مځكنۍ بشپړتيا درناوى وكړي

بوش: روسيه دي د ګرجستان د مځكنۍ بشپړتيا درناوى وكړي

پرون د روسيې د پارلمان دواړو جرګو په يوه خوله له ولسمشر ديميتري ميدويدوف څخه وغوښتل چي د ګرجستان بېلتون غوښتونكي ايالتونه سويلي اوسيتيا او ابخاسيا دي په رسمي ډول خپلواك وپېژني. دا په داسي حال كي ده چي پرون سپيني ماڼۍ د پخواني شوروي اتحاد درو جمهوريتونو ګرجستان، اوكراين او آذربايجان ته د مرستيال ولسمشر ډيك چيني د سفر خبر وركړ. د روسيې د پارلمان د پرېكړي په غبرګون كي ولسمشر بوش چي په ټيكساس كي خپله رخصتي تېروي، وويل چي ميدويدوف دي د پارلمان خبرو ته غوږ نه نيسي او د ګرجستان مځكنۍ بشپړتيا ته دي درناوى وكړي. ميدويدوف سمدستي غبرګون نه دى ښوولى خو دونه ئي ويلي چي دى به د اوسيتيا او ابخاسيا د خلكو خوښي ته ګوري.
روسيه هڅه كوي په قفقاز كي، چي د خپل ستراتيژك چتر سيمه ئې ګڼي، خپل اغېز وساتي. څو ورځي وړاندي كله چي ګرجستان هڅه وكړه چي دوه خپلسري ايالتونه سويلي اوسيتيا او ابخاسيا د وسلي په ځواك تر كنترول لاندي راولي، د روسيې له وسله وال غبرګون سره مخ سو. روسيې يادو سوو سيمو ته سرتېري ولېږل او ګرجستاني ځواكونه ئې تر پلازميني تبليس پوري وځغلول، چي وروسته روسي ځواكونه تېر اونۍ د نړيوال فشار له امله له ګرجستان څخه ووتل.