د صدر لپاره د نوماندۍ كاغذات جمع كيږي

34 | اگست 26th, 2008


همدا اوس د پاكستان د لسمشرۍ لپاره د نوماندۍ د كاغذاتو جمع كېدل روان دي. د خلكو (پيپلز) او ائتلافي ګوندونو لخوا آصف علي زرداري، د مسلم ليګ ن لخوا سعيد الزمان صديقي او د مسلم ليګ ق لخوا سناتور مشاهد حسين د ولسمشرۍ لپاره د نوماندو په توګه د انتخاباتو كميسيون ته ورپېژندل سوي دي. د نوماندو وروستى لست به پر دېرش اګست اعلان سي. البته تر دې نېټې پوري نوماندان له خپلي كانديداتورۍ څخه پښېمانېداى هم سي. د ولسمشر ټاكنه به د سپتامبر پر شپږمه ترسره كيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024