کور / شعر / ځمکه فسادنیولې

ځمکه فسادنیولې

علم ګل سحر

تائیزه (۱)نڅاکوي، خوشاله ښکاري

او په شرابوباندې مست لېونیان

له هرې خوا ورته په مینه ګوري

تائیزه نڅا کوي خوشاله ښکاري

او په خپل لاس ماڼۍ ته اور اچوي

سکندر خاندي

نندارې یې کوي

غږ یې له لېرې اورو:

ــ پرېږدئ ماڼۍ وسوځي…

او د اوبو پرځای پرې واین شیندي

نورو هم چیغې کړلې

په مشالونویې ماڼۍ لمبه کړه

پارمینو(۲) چیغې وهي :

مه یې سوځئ

                 مه یې سوځئ

خو سکندر یې

              نارې چېرته

                                اوري

پخپله چیغې وهي :

لمبې، لمبې، لمبې ژوندۍ دې وي لمبې

ماڼۍ په اور کې سوځي

دا د پېړیو هستي

            د څو شېبوپه مستي

له تورو خاوروسره ګډه شوله

***  (بس ټوله ځمکه لوی فساد نیولې )(۳)

تائیزه نڅا کوي خوشاله ښکاري

اوپه شرابو باندې مست لېونیان

په مینه مینه ورته ګوري خاندي

                                ماڼۍ په اور کې سوځي .
۲۴/۱۱/۱۳۷۱

کابل – څارندوی مېنه

علم ګل سحر

====================

(۱) تائیزه د سکندر معشوقه

(۲)پارمینو د سکندر د جګړې لوی او نږدې ملګری و، چې بیا سکندر د فیلوتاس له وژلو وروسته هغه په اکباتانا کې وواژه.

(۳)( ځمکه  فساد نیولې ) دغه جمله سکندر په خپل قلم پارمینو ته لیکلې وه، د خپلو تروریستو ملګروپه وسیله یې هغه ته ولېږله او هغه یې ددې جملې له لوستلو سره جوخت وواژه .