کور / راپور / ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ

ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ

د ولسمشر اشرف غني وياند پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي ښاغلي غني د ۱۵۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ او د همدې فرمان پر اساس به په دوو اونيو کي ۱۵۰۰ طالب زندانيان د بګرام له زندان څخه خوشي سي.

ښاغلي صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي دا فرمان د طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو د پيل په موخه صادر سوی دی.

د نوموړي په خبره، دا فرمان مشروط دی او خوشي کيدونکو طالبانو څخه ژمنه اخيستل کيږي چي بيا به د جنګياليو ليکو ته نه ځي.

لومړی ماده: ښاغلي صدیقي زیاته کړې، د دې فرمان د لومړۍ مادې پر اساس هغه طالب بندیان چي خوشي کيږي، لیکلې ژمنه به کوي چي د جکړې ډکر ته به نه ستنېږي.

په دې ماده کي راغلي چي خوشي کيدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.

دویمه ماده: د فرمان په دویمه ماده کي راغلي چي په لومړي پړاو کي به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کيږي.

دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې (د مارچ له څوارلسمې) پیلېږي او هره ورځ به سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کي تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کيږي.

درېیمه ماده: د فرمان په درېیمه ماده کي راغلي، د افغان حکومت لخوا د ټاکل سوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلېدو وروسته او د دې خبرو په ترڅ کي به په دواړو اوونیو کي پنخه سوه (۵۰۰) بندیان، چي ټول شمېر یې درې نیم زرو (۳۵۰۰) ته رسېږي، خوشي کيږي.

دې ماده کي دا چاره مشروطه بلل سوي او ویل سوي چي په بدل کي یې باید په تاوتریخوالي کي ځیروونکی یا د پام وړ کمی راسي.

څلورمه ماده: د فرمان په څلورمه ماده کي راغلي چي د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د پلي کولو مسئولیت لري. دا ماده زیاتوي چي نورې ټولې اړونده ادارې دې په دې چاره کي همکاري وکړي.

بل خوا طالب وياند سهيل شاهين دوې ورځي وړاندي ويلي وه، چي دوی امريکايي لوري ته د ۵۰۰۰ طالب بنديانو ليست ورکړی وو او په هغه کي به هيڅ ډول جعل کاري نه کيږي.