کور / د ډيورنډ کرښه / ولسمشر غني: پياوړی افغانستان د ډيورنډ پوري غاړي پښتنو لپاره په ګټه دی

ولسمشر غني: پياوړی افغانستان د ډيورنډ پوري غاړي پښتنو لپاره په ګټه دی

ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کي د خيبر پښتونخوا او کوزي پښتونخوا د سياسي او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کي چي د  آفتاب احمد خان شیرپاو، محمود خان اڅکزی، محسن داوړ، علي وزیر، عبدالله ننگیال، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، بشرا گوهر، غلام احمد بلور، او نور مشران شامل وه، پر ګڼو موضوعاتو خبري وسوې.

ښاغلي غني يادو ميلمنو ته په خپله وينا کي وویل: “زموږ او ستاسو برخلیک یو دی. باثباته، د مقتدر دولت او پیاوړي اقتصاد لرونکی افغانستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په امنیت مثبت اغېز لري.”

په غونډه کي د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم وينا وکړه او ميلمنو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ وويل: “افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او د زړه له تله ستاسو د حضور مننه کوو.”

 د ډيورنډ د پوري غاړي څخه ګڼ شمېر سياسي او مدني فعالان د ولسمشر غني د لوړي مراسمو لپاره کابل ته بلل سوي وه.