کابل کي د پاکستان سفارت يو کارکونکی په کرونا اخته سوی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


د پاکستان ARY وېبپاڼې ويلي، کابل کي د دغه هيواد  په سفارت کې يو کارکوونکى په کورونا ويروس اخته سوی دی.

د راپورونو له مخي په کابل کي د دې پېښي د رامنځ ته کېدو سره د پاکستان سفارت مسافرو ته د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړې ده.

دا مهال په پاکستان کي ۱۹ کسان په کرونا وايرس ککړ پېژندل سوي دي، چي په اسلام اباد او کراچي کي يې کچه لوړه ده.

بل خوا په افغانستان کي هم د کرونا ۷ مثبتي پېښي تاييد سوي دي، چي څلور په هرات او درې په سمنګان کي دي.

په ټوله نړۍ کي په کرونا د اخته کسانو شمېر تر يولک اوښتی دی چي ډېری ناروغ کسان په چين، ايټاليا او ايران کي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024