کور / راپور / اسوشيټډ پريس: پاکستان کي پر حکومت نيوکه کول د خطرونو ډک دي

اسوشيټډ پريس: پاکستان کي پر حکومت نيوکه کول د خطرونو ډک دي

اسوشيټډ پرس خبري اژانس په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي په پاکستان کي د اختلاف ږغ پورته کول او پر پوځ تنقيد کول د سختو  خطرونو څخه ډک دي.

ياد اژانس د خلګو سره د مرکو پر اساس جوړ سوي راپور کي ويلي، چي په پاکستان کي د ميډيا څخه نيولې بيا د خلګو تر شخصي ژوند پوري ټول د پوځ لخوا څارل کېږي او که چيري هم پر پوځ يوه نيوکه کېږي نو دا به د خلګو لپاره د ويري او خطرونو ډکه موضوع وي.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي که څه هم په ظاهره پوځ په اقتدار کي نه دی، خو د پردې تر شا هرڅه د پوځ لخوا کنټرولېږي، پر رسنيو پابندي لګول سوې، مدني فعالان ځورول سوي او آن د پارلمان وکيلان يې بنديان کړي دي.

دغه اژانس زياتوي، چي په پاکستان کي د بيان ازادي د سختو ننګونو سره مخ ده او هيڅوک نه سي کولای چي د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

دا مهال په پاکستان کي ګڼ شمېر سياسي او مدني فعالان بنديوان دي او يا هم د خپل وطن نه بهر وتلو ته مجبوره کړل سوي دي. چي په دوی کي ځيني يې د پښتون ژغورني غورځنګ غړي او د پښتنو مدني فعالان شامل دي.