کور / #PTM / جمهوررئیس غني د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر مشرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر مشرانو سره وکتل

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راغليو مشرانو سره، نن سهار په ارګ کې وکتل.

په پیل کې افتاب احمدخان شېرپاو، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، غلام احمدبلور، محمودخان اڅکزي، محسن داوړ او بشرا ګوهر جمهوررئیس غني ته د دویم ځلي ولسمشر کېدو مبارکي ورکړه.

یادو ویناوالو همدارنګه د لوړې مراسمو کې د جمهوررئیس د وینا ترڅنګ د راکټي بریدونو پرمهال د جمهوررئیس غني د استقامت او شجاعت ستاینه وکړه او د سولې هلو ځلو ته په اشارې یې وویل، سوله زموږ ټولو ګډه هیله ده او ستاسو په مشرۍ په دې برخه کې کېدونکې هڅې د قدر وړ دي او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ لامل شي.

هغوی زیاته کړه، د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او تروریزم سخت ځپلي، ځانګړی ارزښت لري. افغانانو په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېرې سختۍ ګاللي، قربانۍ یې ورکړي او د دوی دغه سرښندنې به افغان وطن ته امن او خوښي راوړي.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او د زړه له تله ستاسو د حضور مننه کوو.

ښاغلي صالح وویل، د افغانانو یووالی، کلتور، فرهنګ او اړیکې به وساتل شي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړو چې په یو او بل نوم زموږ ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. د جنګ او تروریزم له امله د ډيورنډ هغه غاړه د ولس په ځورېدلو او د مشرانو په وژل کېدو خواشیني شوي يوو.

جمهوررئیس غني له خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، زموږ او ستاسو برخلیک یو دی. باثباته، د مقتدر دولت او پیاوړي اقتصاد لرونکی افغانستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په امنیت مثبت اغېز لري.

جمهوررئیس وویل، موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو. باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی. هغه زیاته کړه، پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري. د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي.

د هیواد جمهوررئیس د افغان ولس ظرفیت ته په اشارې وویل، زموږ ولس زموږ لویه پانګه ده او دا ولس په تېر کې بند نه دی پاتې، دوی په راتلونکي فکر او تمرکز کوي . د افغانانو غېږ پراخه ده، دوه کاله وړاندې مو چې اوربند وکړ او طالبان کلیو او ښارونو ته راغلل، نو هیچا ورسره ناسم چلند ونه کړ.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د ښځو او ځوانانو حقونه اساسي قانون او جمهوریت پورې تړلي د هغو د تامین او د جمهوریت د پیاوړتیا اراده مو قوي ده. د څلوېښت کالو جنګ او تاوتریخوالی باید په اساسي توګه حل کړو.

محمداشرف غني وویل، باعزته او تلپاتې سوله زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده، خو موږ باید اطمینان ولرو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه ده. موږ د سولې نیت، اراده، طرحه او ظرفیت لرو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د جنګ زیانونه به په راتلونکو پنځو کالو کې جبران کړو. موږ بډای هیواد او عظیم ولس لرو. افغانان به بیا مهاجر نشي او نه به یې لاس چاته وغځېږي. دا وطن به باثباته او اباد شي.#
—-