کور / راپور / ولسمشر غني اجرائيه رياست لغوه کړ، عبدالله بيا ولسمشر غني لغوه اعلان کړ

ولسمشر غني اجرائيه رياست لغوه کړ، عبدالله بيا ولسمشر غني لغوه اعلان کړ

ولسمشر اشرف غني د يو فرمان په صادرولو سره نن اجرائيه رياست لغوه کړ او ويې ويل چي نور دا رياست د اعتبار وړ نه دی.

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن چهارشنبه په کابل کي يوې خبري غونډي ته وویل، چي نور اجرائيه رياست په ملي حکومت کي ځای نه لري او له کله چي ولسمشر غني لوړه وکړه له هماغه شيبې اجرائيه رياست لغوه دی.

د ولسمشر غني په فرمان کي ويل سوي، چې د اجراییه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې.

په فرمان کې راغلي چې د اجراييه رياست د جوړېدو او د وزيرانو د شورا په تړاو ټول صادر شوي فرمانونه او حکمونه، د ملي وحدت د حکومت پخواني اجراييه رييس ته ورکړل شوي ځينې واکونه، لگښتونه او امتيازات د ١٣٩٨ کال د حوت مياشتې له ١٩ نېټې د عتبار وړ نه او لغوه دي.

بل خوا ډاکټر عبدالله عبدالله هم چي ځان ولسمشر بولي هم يوه خبرپاڼه صادره کړې او ويلي يې دي چي اشرف غني نور د افغانستان ولسمشر نه دی او د هغه له لوري صادر سوي ټول احکام او فرمانونه لغوه دي.

عبدالله په خبرپاڼه کي ويلي، چي د مخکي په څېر دي ټول دولتي مامورين خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د عبدالله په مشرۍ حکومت به په نږدې راتلونکي کي اجرائيه رييس اعلان کړي.

ولسمشر اشرف غني په افغان ټاکنو کي د ډيرو رايو په ګټلو سره ولسمشر اعلان سو، خو ډاکټر عبدالله دا پايلي نه مني او خپل ځان يې ولسمشر اعلان کړ.