کور / #PTM / پښتون ژغورني غورځنګ په کوټه کي ستره جلسه جوړوي

پښتون ژغورني غورځنګ په کوټه کي ستره جلسه جوړوي

 پښتون ژغورني غورځنګ د مارچ پر ۲۹ نېټه په کوټه کي د يوې ستري جلسې اعلان کړی دی او له ټولو پښتنو يې غوښتي چي يادي جلسې ته خپل تياری شروع کړي.

د پي ټي ايم مرکزي کمېټې غړو ويلي، چي په کوزه پښتونخوا کي امنيت ډېر خراب سوی او رياستي ادارو د پښتنو پر سيمو او وسائلو ولکه شروع کړې ده، نو په همدې اساس يې په کوټه کي د مارچ پر ۲۹ نېټه د يوې جلسې تابيا نيولې چي نور د رياستي ظلمونو پرضد اواز اوچت کړي.

پي ټي ايم له دې وړاندي په لورلايي په چارسده کي يوه ستره جلسه وکړه، چي په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون کړی وو او هلته د ياد غورځنګ مشر منظور پښتين په کوټه کي د جلسې د جوړولو وړانديز کړی وو.

دا مهال په پښتني سيمو کي د پنجابي رياست لخوا د پښتنو وسائلو باندي قبضه ډېره سوې او ټوله شتمني پاکستاني رياست په غاړه اخيستې ده.