کور / راپور / کرونا نړيواله وبا بلل سوې، امريکا د اروپا سره تګ راتګ بند کړ

کرونا نړيواله وبا بلل سوې، امريکا د اروپا سره تګ راتګ بند کړ

وروسته له هغه چي د روغتيا نړيوال سازمان کرونا وايرس يوه نړيواله وبا وبلل، امريکا د اروپا سره خپلي الوتني بندي کړې.

د امريکا ولسمشر د يو فرمان له مخي اعلان وکړ، چي د مارچ د ۱۳ نېټې څخه بيا تر ۳۰ ورځو پوري له امريکا څخه اروپا او له اروپا څخه امريکا ته ټولي الوتني لغوه دي. خو انګلستان له دې بنديز څخه مستثنا دی.

بل خوا په واشنګټن کي د هند سفارت هم اعلان کړی، چي د موقت وخت لپاره يې د امريکا او هند پر سفرونو بنديز لګولی دی او دغه سفارت ويلي، چي د ډيپلوماټيکو او نورو مهمو وېزو پرته به د څه مودې لپاره وېزې بندي کړي.