کور / راپور / کورونا: ټويټر خپلو کارکونکو ته امر کړی چي په کورونو کي پاتي سي

کورونا: ټويټر خپلو کارکونکو ته امر کړی چي په کورونو کي پاتي سي

ټويټر خپلو ټولو کارکونکو ته امر کړې چي دفترونو ته ولاړ نه سي او له هر يو له خپل کور څخه کار وکړي.

د ټويټر پر ويبپاڼه خپور سوي اعلان کي ويل سوي چي دا کار يې د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره کړی دی.

تېره شپه د روغتيا نړيوال سازمان کرونا نړيواله وبا وبلل او له حکومتونو يې غوښتي چي ددې ناروغي د مخنيوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د روغتيا نړيوال سازمان له خلګو په جدي توګه غوښتنه کړې، چي ددې ناروغي د مخنيوي لپاره دي پاکوالی مراعات کړي او د ډاکټرانو په سپارښتنو دي عمل وکړي.

بل خوا د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره امريکا د اروپا سره خپلي الوتني بندي کړې.

د امريکا ولسمشر د يو فرمان له مخي اعلان وکړ، چي د مارچ د ۱۳ نېټې څخه بيا تر ۳۰ ورځو پوري له امريکا څخه اروپا او له اروپا څخه امريکا ته ټولي الوتني لغوه دي. خو انګلستان له دې بنديز څخه مستثنا دی.

بل خوا په واشنګټن کي د هند سفارت هم اعلان کړی، چي د موقت وخت لپاره يې د امريکا او هند پر سفرونو بنديز لګولی دی او دغه سفارت ويلي، چي د ډيپلوماټيکو او نورو مهمو وېزو پرته به د څه مودې لپاره وېزې بندي کړي.