کور / #PTM / د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: پاکستاني چارواکو پر پي ټي ايم سخت تشدد کړی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: پاکستاني چارواکو پر پي ټي ايم سخت تشدد کړی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په ۲۰۱۹ کال کي پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو په بې ځايه نيولو، تشدد، وژنو او ګرفتاريو کي ستر لاس درلود.

د بهرنيو چارو وزارت سنيټ ډيپارټمنټ د بشري حقونو په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په پاکستان کي د خلکو په غیرقانوني توگه د بې درکه کيدو، وژنو او گرفتاریو لړۍ روانه وه او حکومتي مامورینو د پښتون ژغورنې غورځنگ خلاف گامونو ته دوام ورکړی و.

دغه ډپارټمنټ په خپل راپور کي ويلي،  ګڼ شمیر داسې رپورټونه مخې ته راغلي وو چي حکومت یا د حکومت کارکونکي د خلکو په بې دریغه توگه نیولو او وژنو کي ککړ وو او امنیتي ادارو د کړکیکچونو په مهال د عدالت د سزاگانو پرته په وژنو کي کړې وې.

په رپورټ کي د بلوچستان صوبې په لورالايي کي د پښتون ژغورنې غورځنگ فعال ارمان لوني د وژل کيدو ذکر سوی دی چي د پي ټي اېم فعالان وايي د احتجاج وروسته د پولیس سره په نښته کي وژل سوی دی. سټیټ ډپارټمنټ وویل په لورالايي کي د پي ټي اېم مشر عبدالقیوم اتمانخیل د ارمان لوني د وژل کيدو په سر د پولیس خلاف کيس درج کړو. دوه میاشتې وروسته پي ټی اېم وویل عبدالقیوم باندې تشدد سوی و او د سړک په غاړه په زخمي حالت کي پرېښودل سوی و. پي ټي اېم د عبدالقیوم د پېښې خلاف احتجاج هم وکړو.

سټیټ ډپارټمنټ وویل د استخباراتي ادارو، پولیس او امنیتي ادارو ځینو چارواکو ځینې قیدیان په داسې حالاتو کي بندي ساتلي وو چي هغوی د چا سره رابطه نسوه کولی او درک یې هم چا ته نه و معلوم.

پاکستان له ۲۰۰۹ کال راهيسي په لسګونو زرو کسان لادرکه کړي دي او په زرګونو کسان يې وژلي او يا هم په زندانونو کي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو د لادرکه کسانو د پتي لګولو، د ځمکني ماينونو د ليري کولو او د پښتنو سره د تشدد کونکو کسانو عدالت ته وړاندي کولو لپاره مبارزه پيل کړې ده، خو دغه رياست د یاد غورځنګ پر وړاني خنډونه جوړ کړي او ګڼ شمېر کسان يې بندي کړي هم دي.