کور / راپور / له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر په بېساري کچه لوړ سوی دی

له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر په بېساري کچه لوړ سوی دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چي په دې وروستيو کي له ايران څخه به بېسارې توګه ډېر شمېر کډوال افغانستان ته را اوښتي دي.

په کابل کي د کډوالو چارو دفتر وايي، چي د مارچ له لومړۍ څخه تر اوومي نېټې پوري ۲۰ زره بې اسناده کډوال د هرات او نيمروز له لاري افغانستان ته را اوښتي دي.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې ده چي پر داسي مهال دا کډوال افغانستان ته راغلي چي په ايران کي د کرونا وايرس په بېساري کچه خپور سوی دی.

د ایران په ګڼو ښارونو کي په زرګونو کسان په کرونا وايرس اخته سوي دي او په افغانستان کي هم د کرونا ۷ داسي پېښي ثبت سوي دي چي سرچينه يې له ايران څخه ښودل سوې ده.

افغان حکومت د ايران څخه د کډوالو پر را اوښتلو اندېښنه ښودلې ده.