کور / راپور / خليلزاد: د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوو

خليلزاد: د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوو

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، اوس هم هڅه کوي چي د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ پرتې ستونزي هواري کړي.

خليلزاد د طلوع ټلويزون سره په مرکه کي ويلي، د ولسمشر غني د لوړي مراسمو وړاندي يې ډېره هڅه وکړه چي د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ اختلافات ختم کړي، خو ډېر وخت نه وو او ستونزي همداسي پاتي سوې.

په افغان ولسمشريزو ټاکنو کي اشرف غني چي تر ټولو زياتي رايي يې وړي وې، دوهم ځل د ولسمشر په توګه اعلان سو، خو ډاکټر عبدالله د هغه د ولسمشر کيدو سره مخالفت وکړ او خپل ځان يې ولسمشر اعلان کړ. چي په دې سره دواړو لوريو د لوړي مراسم ترسره کړل.

زلمي خلیلزاد دا هم وویل، امریکا په ټاکنیز جنجال کي د یوه لوري ملاتړ هم نه دی کړی، خو د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کي یې ځکه ګډون وکړ چي د موازي حکومت جوړېدل نه غواړي.

د هغه په خبره، امریکا دا نه غواړي چي د افغانستان یوه برخه د طالبانو، بله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت او بله هم د عبدالله عبدالله د ملاتړو په واک کي وي.

نوموړي دا هم وویل، چي ولسمشر غني د خبرو بهیر کي د سولې عالي شورا مشري او نږدې ۴۰ سلنه کابینه عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړو ته وړاندیز کړه، خو ښاغلي عبدالله ونه منله.