کور / #PTM / محسن داوړ: رياست دي د ګيلامان پښتين د لادرکه کېدو ځواب ووايي

محسن داوړ: رياست دي د ګيلامان پښتين د لادرکه کېدو ځواب ووايي

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر او په پارلمان کي د وزيرستان د خلکو استازی محسن داوړ وايي، چي رياست دي د ګيلامان پښتين د لادرکه کېدو ځواب ووايي.

ښاغلي داوړ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي رياستي ادارې دي مالومه کړي چي ګيلامان پښتين څنګه د ملتان هوايي ډګر څخه لادرکه کړل سوی دی.

محسن داوړ زياتوي، چي لا هم د رياست او خفيه اجنسيو لخوا په تشدد د خلګو د لادرکه کولو لړۍ روانه ده او دا کړني بايد ژرترژره بندي سي.

څو ورځي وړاندي پښتون شاعر او مبارز ګيلامان پښتين په بحرين کي ونيول سو او د سفارتې کېس له مخي پاکستان ته ولېږدول سو او د ملتان په هوايي ډګر کي د کښته کېدو څو ساعته وروسته پنجابي رياست نامالوم لوري ته بېولی او تراوسه يې درک مالوم نه دی.