کور / راپور / ائتلافي ځواکونو د ایران پر پوځي هډو بریدونه کړي

ائتلافي ځواکونو د ایران پر پوځي هډو بریدونه کړي

په عراق کي د امریکا پر پوځي هډو د بریدونو نه وروسته ائتلافي ځواکونو پر ایراني پوځي هډو هوايي بریدونه وکړل

 په عراق کي د امریکايي ځواکونو پر هډې د راکټي بریدونو نه وروسته د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف ائتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د ایران اړوند په درې عسکري هډو هوايي بریدونه وکړل.

د ائتلافي ځواکونو اړوند  جنګي الوتکو د سوریې د ابو کمال په ښار کي  د ایران د امام علي پر هډې ، صنعتي پارکونو او هیضام په سیمو کي پر عسکري هډو بریدونه کړي دي.

د سرچینو د خبر له مخې  د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو اړوند  پر هډو د بریدونو په نتیجه کي  مرګ ژوبله هم رامنځته سوې ده .

د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د ائتلاف ویاند ویلي دي چي پرون د ماښام په ساعتونو کي د عراق د تاجي په پوځي هډې راکټي بریدونه وسول چي په نتیجه کي ۲ تنه امریکايي او یو تن انګلیس سرتیري مړه او ۱۲ تنه سرتیري ټپیان سوي دي.

امریکايي چارواکیو رسنیو ته ویلي دي چي کیدای سي پدې برید کي  ایراني ډلې لاس ولري.