کور / تازه خبرونه / د نیمروز په ملي پارک کې نیالګي کښېنول شول

د نیمروز په ملي پارک کې نیالګي کښېنول شول

 

د نیمروز ملي پارک کې د ولایت مقام، اطلاعاتو او فرهنګ، زرنج ښاروالۍ، چاپیریال ساتنې او کرهڼې ریاستونو لخوا یو شمېر نیالګي کښېنول شول.

د نیمروز والي پوهندوي دوکتور سېدولی سلطان رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د حکم پراساس د کب 20 د نیالګیو د کینولو ملي ورځ نومول شوې ده، نو د دې ورځې د لمانځلو، د سیمې د سمسورتیا او ښکلا په موخه نیالګي کیښنو ښاغلي سلطان، د نیالګیو د اهمیت په اړه وویل، نیالګي د سیمې د ښکلا ترڅنګ اکسیجن تولیدوي، ګرد او غبار ټولوي او همدارنګه غذایی مواد تولیدوي ښاغلي والي د خلکو څخه د پارک د ساتنې هیله وکړه او وویل، چې پدې برخه کې اړوندې ادارې او خلک باید خپل مسئولیت ادا کړي همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالغني حسن د خبرو پرمهال وویل، چې دا د هر افعان دنده ده ترڅو د هېواد او سیمې د سمسورتیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، او همدارنګه یی وویل، چې راځئ په یوه نیالګي سره وطن آباد کړو، ځوانان دي خپل مسئولیت ادا کړي سیمه دي آباد کړي او د نیالګیو ساتنه د هر فرد دنده ده دا خبرې د ځوانانو چارو مدیر حمیدالله بلوڅ وکړې او همد راز یې زیاتره کړه چې هر ځوان او د دي ټولنې اوسېدونکی د ټولنې په وړاندي باید خپل مسئولیت ترسره کړي، په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې، کرهڼې او ښاروالۍ استازو هم خبرې وکړې او د ټولو هېوادوالو څخه یې د همکارۍ او ساتنې غوښتنه وکړه. د دغې ملي ورځې موخه دا ده، چې موږ باید د هېواد د سمسورتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپیریال ساتنې لپاره د نیالګیو د کیښنولو اړتیا درک کړو دا خپل ملي مسئولیت و ګڼو.