کور / #corona-crisis / کرونا: په سند ايالت کي د مي مياشتي تر ۳۱مي ټولي تعليمي ادارې تړل سوي

کرونا: په سند ايالت کي د مي مياشتي تر ۳۱مي ټولي تعليمي ادارې تړل سوي

د کرونا د مخنيوي په موخه د پاکستان د سند ايالت ټولي تعليمي ادارې د مي مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري تړل سوي دي او همدا راز ټول تعلیمي پروګرامونه تر يادي نېټې پوري معطل سوي دي.

صوبايي وزير سعيدغني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د مي مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري ټولي تعليمي ادارې بندي سوي او د نهم او لسم ټولګي ازمويني هم ځنډېدلي او د بيا پيلېدو نېټه به يې وروسته اعلان سي.

 په پاکستان کي تر دا مهاله د کرونا ۲۰ مثبتي پېښي تاييد سوي دي، چي ډېری يې په سند ايالت کي دي.

کرونا ناروغي د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کي د چين په ووهان ښار کي راپيدا سوه او دا مهال يې د نړۍ ۱۱۷ هيوادونو ته سرايت کړی او تر يو لک زيات کسان په دې ناروغي اخته سوي دي.

چين، ايټاليا او ايران هغه هيوادونه دي چي دې ناروغي تر ټولو ډېر ځپلي دي او په ايران کي ځيني لوړ پوړي چارواکي هم له دې ناروغي مړه سوي دي.