کور / #PTM / پښتون تحفظ مومنټ / پښتون پرلت

پښتون تحفظ مومنټ / پښتون پرلت

ليکنه: شهيد ارواښاد ارمان لوڼی

ځوانان مو قتل کيږي

دا څنګه ازادي ده؟

ملي پاڅون نه يو له اسمانه را لوېدلې ناولده بلا ده! نه کوم له مځکي را ټوکيدلی يو ناولده تخم دی چي له يوه واره را شين هم سو،  پوخ هم دی، بس خالي په خوراک مانده دی، دا د هغو تحريکونو چي له سکندر اعظم يوناني يې راواخلې بيا تر پېر روښانه، خوشال خانه ، اېمل خانه، دريا خانه، خدايي خدمتګار تحريک، بيا تر ورور پښتونه څوارلس تحريکونه او داسي نور په زرګونو په يواځي سر له انګرېزه سره جنګېدلو غازيانو او شهيدانو، وروسته چي له دې ټولو تحريکونو چي کومې دوې پارټيانې چي په تنظيمې بڼه را پاته سوې دي او اوس لا هم دوام لري چي ۴۰ کلونو ته رسېږي له لړمانه راټوکيدلی يو پاځون دی چي هر وخت يې ولس ته دوښمن ورپه ګوته کړی دی .

 دا ټول ظلمونه چي کيږي او سوي دي، ددې ټولوو ظلمونو د دوښمن ادراک دې دوو ګوندونو کړی دی. زما په ياد دي لکه اوس هم چي زاړه دېوالونه پسې وکتل سي پر يو دېوال به خاماخا دا ليکل په نظر درسي چي د کابل تباهي د اسلام اباد زمواري، پنجابي استعمار مرده باد، خپله خاوره خپل اختيار نه منو د بل اختيار، لراوبر يو افغان، پر پښتنه خاوره تپل سوی اقتصادي جنګ خاتمه د اسلام اباد زمواري، په افغانستان کي دي د اسلام اباد او جاسوسي ادارو لاسوهنه بنده کړل سي. داسي بلها ډېري نارې به وموندل سي. نو د پښتون تحفظ مومنټ تحريک هم عين دغه عوښتني دي چي موږ نه روډ غواړو، نه سکول غواړو، نه نوکري غواړو او يو څه هم نه غواړو ، موږ خالي ژوند غواړو، امن غواړو، پر خپل کور کلي خپله خاوره امن غواړو، خپله وچه ډوډۍ پر ارامه راپرېږدئ بس. زموږ کورونو چي مو را نړولي دي بېرته يې را جوړ کړئ، د کومو نړېدلو کورونو پر سر چي تاسو په اربونو ډالر اخيستي دي. او زموږ پر خاوره چي مو څومره ماينونه کرلي دي، هغه بېرته ټول کړئ او تر ټولو لويه او ستره غوښتنه داده چي د يوې اندازې مطابق ۳۲۰۰۰ انسانان اغوا دي په دې کي خالي له ۱۳۰۰ واخله بيا تر ۱۵۰۰ پوري ښځي اغوا دي دا و عدالت ته پېش کړل سي، مه مجرمان دي خو سزا دي ورکړل سوي او که بې ګناه دي نو  راخوشي دي کړل سوي.

په دې کي حکومت پخپله هم د درې زره کسانو شاوخوا د پورته ( اغوا) کولو پړه مني او تېره شپه جاويد اقبال د مسنګ اقبال د کسنګ پرسن کمېټۍ چيرمين وويل، چي منظور دي موږ ته ليست راکړي. په دې کي د مشرف په دور کي دمشرف پر امرېکه د او نورو کلګونو خرڅ کړل او پړه دوی اوس په دانسته توګه پر شير پاو اچوي، چي شېرپاو په هغه وخت کي وزير داخله وو او مشرف له دې څخه خلاصوي، ځکه چي هغه خو هم پوځي دی نو دا تور دوی په خيڅ قېمت پر پوځ نه پرېږدي. او په اسلام اباد کي جنرال اصف غفور منظور ته وويل چي له موږ ليکلي مه غواړړئ، بيا خو موږ پر خپل ځان ګواهان سو، خو ستاسو کسان به موږ درخوشي کوو، چي تراوسه پوري ۲۷۰ کسان راخوشي کړل سوي هم دي. تر دې بل غټ ثبوت بل نسته او ماينونه به پاکوو. دا ټولي غوښتني هم آيني دي او هم اسلامي دي.

تنظيمي اړخ:

پښتون تحفظ مومنټ د پښتونخوا وطن د ټول ولس يو نماينده تحريک دی، په دې کي هرهغه څوک که د هر ګوند، مکتب، فکر يا پروفېشن سره تعلق لري په دې قامي ولسي پاڅون کي شريک دي. دا غورځنګ پارلماني سياست نه کوي، خو نور ګوندونه هم پارلمان ته د تګ څخه نه راګرځوي. دا تحريک په ملک کي د رواني نسل کشۍ د  ودرولو ، پښتنو دته د سيال او باعزته ژوند ګټلو او په پښتونخوا وطن کي د امن راوستلو د پاره پرامنه مبازره کوي، پر پاکستاني رياست ږغ کوي چي ترهګري په خپله داخله او خارجه پاليسي کي د خپلو شومو سياسي او اقتصادي ګټو د پاره د کارولو نه لاس واخلي او پر رياست د مزاحمتي او پرامنه اقتصادي ګټو د پاره د کارولو نه لاس واخلي او پر رياست د مزاحمتي او پرامنه سياسي مبارزې له لاري زور راولي چي رياست د پښتنو ته هغه ټول بنيادي او انساني حقوق عملا ورکړي کم رياست چي په خپل آيين کي د ملک  و ټولو شهريانو ته و د ورکولو ضمانت ورکړی دی. فوځ د ولس او ملک چوکيدار دی او ددې چوکيدارۍ په بدل کي فوج د ولس نه معاوضه (ټيکس) هم اخلي خو چي کله چوکيدار په ظالم او قاتل بدل سي بيا د  ولس لخوا چوکيدار تنقيد کول عين انساني، اسلامي او قانوني عمل دی، فوج که غواړي چي پښتون تحفظ مومنټ پر دوی تنقيد نه کوي نو فوج او استخباراتي ادارې دې هغه ټولي پاليسياني ختمي کړي د کومو له جوره چي د پښتنو ژوند ترمرګ او وطن تر دوزخ بدتره کړی دی.

 د پښتون تحفظ مومنټ  دا غوښتني دې ومنل سي، منظور به کراره کور کښېني، د پښتنو د پرخپله خاوره امن او اختيار ورکړل سي، نو به منظور کرار کور کښېني دا يې خلاصه.

بل خلګ وايي، چي د پښتون تحفظ مومنټ تنظيمي ډانچه ولي نه لري، بايد چي جوړ کړل سي؟ زه دا وايم، کيدای سي زه به غلط يم! چي دا د ټولو پښتنو ګډ کار دی او دا بايد همداسي ګډ پاته سي، مانا اوس د سوات جلسه روانه ده که چيري موږ په سوات کي دا جلسه يو څو ټاکلو کسانو ته په لاس ورکړو، نو نور ټول د سوات ولس مو له دې ماورا کړ چي بس تاسي خلاص ياست، خالي جلسې ته راسئ او چنده راکړئ بس، نور ټاکلي کسان پوهېږي او کار يې پوهېږي، نو دا کار به ډېر نيمګری وي.

د پېښور د جلسې يو وړوکی مثال به درکړم، چي کله موږ د پېښور جلسې د پاره باغ ناران ته يو مېټنګ  راوغوښتی، نو ته يقين وکړه چي د هر ګوند او هرې طبقې خلګو پکي ګډون وکړ، بيا چي کله کمېټۍ جوړې سوې نو تاسي يقين نسئ کولای چي تر کمېټو زيات کار نور ولس پخپله وکړی، دا ځکه چي  هرچا د ځان کار بللی او شپه و ورځ يې يوه کړې وه، که چيري د پښتون تحفظ موممنټ تنظيمي ډانچه وای نو دادې پېښور په هره کوځه کي  به چا داسي کار کړی وای او په دومره لويه تاريخي جلسه سوې وای، ځکه چي دا به خالي دهغو عهدېدارانو کار وای، د يوې اندازې مطابق چي له څلوېښت زره يې واخلې تر يو لک پوري ولس راغلی وو. ددې مانا دا  چي ټولو کسانو ته بلنه ورکړل سوې ده، نو دا په لکاوو کسانو ته بلنه ورکول د يو څو ټاکل سوو کسانو کار نه دی نه پسې رسېدلاي سي، نو دا مالومه خبره ده چي په زرګونو کسانو کار کړی دی.

 پښتون تحفظ مومنټ به همدارنګه چي چيري ځي يا په کوم ځای کي جلسه اعلانوي هم د هغه ځای خلګ به بلا ګونده، پيسې او مذهب کار کوي او پخپلو پيسو به يې کوي، دا ځکه چي د هري علاقې ولس به دا کار د ځان بولي او زموږ هره جلسه به همدارنګه په لکونو انسانانو باندي مشتمله وي.

زموږ ټولي غوښتني به د پاکستان د آيين لاندي وي، د پښتون تحفظ مومنټ په جلسه کي به د هر ګوند پر بيرغ او ټوپۍ راوړلو پابندي وي. د يوه ګوند يا تنظيم لخوا به هيڅ قسمه بېنر پمپلېټ او بل څه راوړل عام نه وي، د پښتون تخفظ مومنټ له سټېجه به اشتعال انګېزه او د رياست په ضد يا بل هيڅ دا سي قسمه شعار نه وهل کيږي چي هغه دې عدم تشدد د نظريې خلاف وي.

په هره علاقه کي چي جلسه يا بله سرګرمي کيږي په هغه هعلاقه کي به د هغې کمېټېۍ نه علاوه چي د هغه ځای د ولس متفقه کمېټۍ چي کم ازکم پر درو کسانو خو به خاماخا مشتمله وي، چنده کوي بل که هرڅوک په هغه علاقه کي چنده کوي هم نو هغه به د تحريک ملګری نه وي او نه به يې تحريک ذموار وي.  او د هغې کمېټۍ چي علاقې ولس يې جوړه کړې او ولس چنده وکړي نو PTM به يې د هرې روپۍ ذمواره وي، او په هره علاقه کي به د هغو پيسو چي ولس يې راکوي ريکارډ ټول پروت وي. که بيا چا د را او اين ډي ايس تور لګاوه او يا خپل ولس حساب غوښت چي هغه حساب روپۍ په روپۍ ورکړل سي.

د دې تحريک د هغه ځوانانو چي له سوشل ميډيا سره تړلي دي ذمواري جوړېږي هغه که د هر ګوند يا طبقې دي چي دا ږغ و هغو خلګو ته ورسوي کوم څوک چي له سوشل ميډيا څخه ليري وي او تکيه يې پر هغه پاکستانۍ ميډيا وي چي ددې ټول تحريک يې يوه سرخي او هېډلاين هم نه کتلی او نه اورېدلی وي او ددې دپاره به د کومې جلسې يا مظاهرې يا سمينار انتظار نه کوي.

که دا تحريک خالي تر سوشل ميډيا پاته سو نو هغه ټول ولس به موږ له لاسه ورکړو او دوښمن به يې زموږ پر ضد استعمالوي لکه د کومې ايجنسۍ خلګ چي د فرقې برنامه راپورته کړل او د جنګ ټغر ته يې ورغورځوي لګيا دي. يوه لوړپوړي پوځي ومنظور ته ويلي وو چي که دي دا تحريک پرې نه ښود  نو په خپلو خلګو به سر در وکوټم!! که دا کار ونه سو نو چي هر وخت پر تا دا دسوشل ميډيا لار ودرېده نو به دې خوله وازه نيولې وي او وخت به تېر وي. نو راځئ ځوانانو چي دتر څو دوښمن دا له سوشل ميډيا ليري کسان په خپل لاس کي واخلي او زموږ پرضد يې استعمال کړې تر دوښمن له مخه بايد موږ دوښمن او د هغه دسيسې وپېژنو او د ځان ملګري يې کړو. تاسو يې نه وينئ چي  رياست اوس د پاکستان زنده باد تحفظ مومنټ په نامه لګيا دي د ملي پاڅون په خلاف جلسې کوي، دا په تاريخ کي اول ځل په نظر راځي چي ديو رياست د ولس خلاف جلسې کوي.

دا پښتانه چي د رياست سره د خپل قام پر خلاف لګيا دي دا ولي؟ دا په دې چي دې ولس ته موږ ځانونه نه دي رسولي،  له دې ولسه موږ ليري پاته سوي يو او دوښمن مکمل په ننوتلی دی. دا ټول ولس نه دی خرڅ بلکي يو څو ملايان، ګلالياني او ګلخانان به خرڅ وي، دا نور ولس ناخبره دی، دا زموږ د هغو ځوانانو ذمواري ده چي په دوښمن خبر وي، په دسيسو يې خبر وي او دا چانسونه قامونو له هروخت په لاس نه ورځي، له ډېره وخته پس بيا يوه موقع په لاس راغلې ده، راځئ چي ګټه ترې واخلو او پر مکان و زمان خپلي فيصلې وکړو او ولس جانان کړو او ولس ته ورسو او له هرې ستونزې مو هم دا يو ولس خلاصولی سي.