کور / #corona-crisis / ټرمپ وايي، ټيسټونه يې کړي او روغ رمټ دی

ټرمپ وايي، ټيسټونه يې کړي او روغ رمټ دی

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي د کرونا اړوند ټيسټونه يې کړي او پايله يې ښيي چي روغ دی او کومه ناروغي نه لري.

ټرمپ پرداسي مهال د کرونا وايرس ټيسټ کړی چي د برازيل يو لوړ پوړس چارواکي چي د ډونلډ ټرمپ او مرستيال ولسمشر مايک پنس سره ليدلي، هيواد ته تر ستنېدو وروسته کرونا نيولی دی.

د امریکا د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د برازیل د ولسمشر جار بوسونارو د اړیکو مشر فیبیو وجنګارټن د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ فلوریډا ایالت کي له ولسمشر ټرمپ سره په مارالاګو ساحلي تفریحځي کي لیدلي دي.

برازیل ته تر ستنېدو وروسته یې نزله درلوده، چي کله یې معاینه وسوه، په کورونا اخته سوی و.

وجنګارټن تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د هغو څو نورو چارواکو معاینه هم کيږي چي له نوموړي سره فلوریډا ته تللي وو.

تېره اونۍ وجنګارټن پر خپل ټوېتر داسې انځور لګولی و چي پکي له ولسمشر ټرمپ او مایک پېنس سره څنګ په څنګ ولاړ و.

دې انځور کي ولسمشر ټرمپ د بیس بال خولۍ په سر کړې دې او پرې لیکلي: برازیل بیا ستر کړئ.

وروسته له هغه چي د روغتيا نړيوال سازمان کرونا وايرس يوه نړيواله وبا وبلل، امريکا د اروپا سره خپلي الوتني بندي کړې.

د امريکا ولسمشر د يو فرمان له مخي اعلان وکړ، چي د مارچ د ۱۳ نېټې څخه بيا تر ۳۰ ورځو پوري له امريکا څخه اروپا او له اروپا څخه امريکا ته ټولي الوتني لغوه دي. خو انګلستان له دې بنديز څخه مستثنا دی.

بل خوا په واشنګټن کي د هند سفارت هم اعلان کړی، چي د موقت وخت لپاره يې د امريکا او هند پر سفرونو بنديز لګولی دی او دغه سفارت ويلي، چي د ډيپلوماټيکو او نورو مهمو وېزو پرته به د څه مودې لپاره وېزې بندي کړي.

کرونا ناروغي د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کي د چين په ووهان ښار کي راپيدا سوه او دا مهال يې د نړۍ ۱۱۷ هيوادونو ته سرايت کړی او تر يو لک زيات کسان په دې ناروغي اخته سوي دي.

چين، ايټاليا او ايران هغه هيوادونه دي چي دې ناروغي تر ټولو ډېر ځپلي دي او په ايران کي ځيني لوړ پوړي چارواکي هم له دې ناروغي مړه سوي دي.